کور / هراړخیز / دمطالعې سره د کوچينانو دعلاقې غوره لاري

دمطالعې سره د کوچينانو دعلاقې غوره لاري


  • پدې لاندې موضوع کښي  دمطالعې سره دماشومانو لپاره يو څو اشارې لرو .

چي ځني ئې ډېرې ساده او معمولې ښکاري، خو کيداى شى چې ځيني مو تر اوسه پوري نه وي اورديلې . په ياد ولري چې له ټولو لويه هڅونه زمونږسره دي. يعنې که څوک دماشومانو دمور  اوپلار په حيث هغه ماشومان په خپله د مطالعې سره مينه اومحبت ولري او کافي اندازه کتابونه او درسي مواد په خپل کور کې ولري ماشومان به لازيات د کتاب لوستلوا مطالعې سره مينه پيداکړي.
دخپلو ماشومان لپاره کتابونه رانيسي اودهغوى په واک کي يې ورکړي هغه ماشومان چې له کتابونوسره مينه لري او مطالعه کوي دهغوکورنيو سره تړاو لري کوم چې په خپل کور کي کتابونه اودمطالعي لپاره زياتره درسي مواد ولري
کوښښ وکړي  چې دماشومانو کتابونه دهغوى څخه ليري نکړئ اوپه داسي ځاى که مه ږدى چې هغوي لاس رسي ورته ونلري .


غوره داده چې کتابونه ډېر ټيټ کيږدۍ ترڅو هغوى لاس رسى ورسره پيداکړي :



تاسوهم مطالعه وکړى ځکه چې دماشومانو د تشويق يوه غوره لار دمطالعې سره داده چې تاسوهم دهغوى ترڅنگ کتاب مطالعه کړى ،که چېري ماشومان وويني چې تاسو هم ډيره په مينه اوپوره علاقه کتاب مطالعه کوۍ او له مطالعې څخه خوند اخلۍ ډيره ممکنه ده چې هغوى هم دا عادت پيداکړي .که غواړۍ دغوکړو وړو ته دوام ورکړۍ هغوى ته کتابونه ډالۍ کړئ ځکه  چې دکتابونو ډالې ارزانه خوډير ګټور دي،همدارنګه هغه شى چې يوه چا ته دډالۍ په حيث ورکړل شي ارزښت او احترام يې ډير وى ، زما ماشومان ته تل دخپلې نيا له لوري کتابونه ډالۍ کيږي اوکله چې هغه ددغوډاليو سره ددوي خواته راځي  نو ډير دخوشحالى احساس کوي .
نوتاسو هم مطالعه ديوي سالمي تفرېح په توگه وکاروى.ځکه کوم شى چې له هغوڅخه  مزه اولذت يوسي دعلاقي وړ گرځي .


دکتابونو کيسى او داستانونه دنمايش په څير وکاروئ ،خپل غږ ته تغير ورکړئ اوماشومان په شوق راولئ . که چېرې تاسو کومه کيسه يا کوم داستان دخپلوماشومانو لپاره په شوق او پوره حوصله ونه وايي نو که داستان هرڅومره جالب او په زړه پورى هم  وي هغوى ددى کتاب دپاتې برخې دلوستلو څخه ډ ډه کوي اونه غواړي چې دکتاب پاتي برخه ته دوام ور کړي .


اوپه پرله پسې توګه کتاب ته دوام ورکړى هره ورځ يا هم دورځې څو وارې دخپلوماشومانو لپاره کتاب ولولئ ،خپل لوي اولادونه هم وهڅوي چې هره ورځ مطالعه وکړى اوهغه کتابونه چي دوى لوستلي دي هغوى په هکله  ورسره خبرې اترې وکړئ .


تلويزيون خاموش کړئ او دکوټې چاپيريال لږ آرامه کړى ځکه چې دتلويزيون خاموشول ددې سـبب کېږي  تر څو ماشومان په يوه بله لوبه پسى وگرځي. دتلويزيون زيات ليدل دماشومانو لپاره ډېر مضر دي ،په ځانګړي توګه که غواړئ چې هغوى مطالعې ته تشويق کړي .


په هره اونۍ اوياهم هره مياشت کې خپل ماشومان کتابتون ته بوځئ تر څودخپلې علاقي وړ کتابونه پخپله وټاکي .
په ياد ولرئ چې خندونکي کتابونه اومجلې د ماشومانودمطالعې دتشويق لپاره غوره لاره ده  .
دماشومانو دمطالعي لپاره يوه بله غوره لار داده چې له هغوکتابونوڅخه کار واخلۍ کوم چي  دويلو لپاره  ثبت شوي وي.


ماشومان دکتابونوويلو سياليولپاره کتابتون يا کتاب پلورنځي ته بوځئ ځکه کوم وخت چې ماشومان دنورو له خولې داستانونه اوکيسې واورئ د  کتابونو له ويلو سره يې مينه اوعلاقه زياتيږي .
دبېلابيلوبرخو درلودونکى کتابونه ولولي څکه چي دبېلابيلوبرخو درلودونکى کتابونه انسان دې ته اړ باسي ترڅو د داستان له وروستنى برخي څخه  هم خبر شي اوکتاب ترپاي پورې ورسوي .
په زړه پوري فلمونه وګورئ ښاي د ښوونيزو فلمونو ليدل د ماشومان مينه  د کتاب له مطالعي سره زياته کړي ،دماشومانو په خوښه کار وکړى اوهغه کتابونه چې دهغوىخوښېږي ورته وائي خلئ.
د ماشومانود کيسو له کتاب څخه مرسته واخلي ترڅو ماشومان دځان په هلکه خپلې کيسې په کتاب کي دبيا ځل لپاره ولولي نو کتاب يې پيداکړى اوورته وائي خلئ.
همدارنګه کتابونه په لوړ اواز ولولئ دا د ماشومانو دمطالعې لپاره غوره لاره ده ځکه چې ماشومان دخپل غږ مينان دي .


نو هر وخت چې مو وخت پيداکړ له خپلوماشومانوسره يوځاي کتابونه په لوړ اواز ولولئ ،مثلاً د ساعت (دتيک تيک )اويا هم د دروازې د (تق تق )غږ دماشومانو لپاره ډېر په زړه پورې دي ځکه کيداى شي د دهغوى علاقه دمطالعې سره زياته کړي .


مطالې ته دماشومانوهڅول  ډير سخت اوستونزمن کار ندى تاسو پوه شوى چې ددي کار لپاره ډېرې لاري شته .نودهغوى ذوق ته پاملرنه وکړئ او دهغوى دهيلې سره سم اوگټور کتابونه ورته ته چمتوکړئ . ترڅو له همدې ماشومتوبه دکتاب اومطالعې په ارزش پوه شي .


دايراني سايت مردمان څخه.