کور / شعر / رويني ته

رويني ته

څنګه به خپر ووپر تا
دګرانی مور
هغه دمینی سیورئ
تا به هم کړي وي
شیرین خوبونه
دګرانی مور غیږه کی
دالله هواو للو
څنګه حسین خو بونه
زړه دابا به دی امید امید وو
چه تا وروښیی سیالانو لره
او دتربرو په مخ کی
شی ورته ویاړ او فخر
خو دا چه نن دی وینم
ستر ګي دي سري
خمار خمار ښکاریږی
او دخپل خیال پرنیلی
پاس په اسمان کی ګرځی
خو ته لا نه پوهیږی
پروت داجل خوله کی یی
اخ درته نه شم کتای
نه می په توان کی شته دی
چه دی راوګرځوم
لدی ناوړه کاره
څه شوي دپلار هیلي دي
درته یادیږي کله
دګرانی مور
دالله هو خوبونه
وایه درپیښه څه وه
درته ښیرا کړی چا
چه دی دژوندون
پا ڼه خزان ونیوه
 

پښتو ادبی قندیل مسلم باغ