کور / تازه خبرونه / د ارمي پبلک سکول اغيزمنو کورنیو اتحادیه جوړه کړه

د ارمي پبلک سکول اغيزمنو کورنیو اتحادیه جوړه کړه

پېښور: د خېبر پښتونخوا د پېښور ارمي پبلک سکول په بريد کې د وژل شویو ماشومانو ميندو او پلرونو يوه اتحاديه جوړه کړی ده.د دې اتحاديې نوي ټاکل شوي مشر عبدالواحد قادري چې په بريد کې يې دوه لمسيان هم وژل شوي وويل، د دې ګام مقصد پر سکول د شوي بريد په اړه د روانو تحقيقاتو څارل او د سکول د غريبو ماشومانو او ملازمينو مرسته کول دي.نوموړي زياته کړه چې د پېښې تر درې اونۍ زيات وخت شوی خو لاهم د وژل شویو ماشومانو کورنيو ته د پلټنو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي. تېره مياشت پر آرمي پبلک سکول د وسله والو په بريد کې تر يو سل ديرش زيات ماشومان وژل شوي وو.