کور / شعر / غزل

غزل

که سورشومه يورازشم په نغموکې به دې اوسم
دزيراوبمه وځي اهنګوکې به دې اوسم



خپل مې کړه درټول مې کړه اوازمې شه سندره يم
درځم به لکه اوښکه په ليموکې به دې اوسم



که غوټه دشوم زړه کې بياپه غبرګوسترګوژاړه
سينې نه به دسپړم په سلګوکې به دې اوسم



زخمونه مې که شمارې داسمان ستوروته ګوره
علاج مې شه دردوته حوصيلوکې به دې اسم



دخيال منګۍ دواخله ځۀ دمينې ترګودره
مړوندترېنه راتاوکړه په بنګړوکې به دې اوسم



ماوتړه په زلفوځنځيرونه رانه تاوکړه
قيدي مې کړه دعمرزولنوکې به دې اوسم



لجړومه به درواخلې دواړه سترګې دکړه تورې
،اصلزی،شم سلائي په رنجوکې به دې اوسم


لجړومه  (سرمه دان)
2008-06-18 سويډن