کور / تازه خبرونه / د افغانستان د نوي حکومت د کابینې لیست اعلان سو

د افغانستان د نوي حکومت د کابینې لیست اعلان سو

تر اوږده ځنډ وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپل حکومت نوې کابینه اعلان کړه.
ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چي د کابینې غړي به یې مسلکي وي، د شپږو میاشتو کاري پلان به ورته وړاندي کوي او د یوه معلوم وخت دپاره به قرارداد ورسره کېږي.
د کابینې ۲۵ وزارتونو ته ۱۳ کسان د ولسمشر اشرف غني له خوا او ۱۲ تنه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله له خوا په لاندي توګه معرفي سوي دي.

۱- جنرال شېرمحمد کریمي د ملي دفاع وزیر
۲- جنرال نورالحق علومي د کورنیو چارو وزیر
۳- صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر
۴ – احمدسیار مهجور د عدلیې وزیر
۵- غلام جیلاني پوپل د مالیې وزیر
۶ – سردارمحمد رحیمي د تجارت او صنایعو وزیر
۷- سردارمحمد رحمان اوغلي د اقتصاد وزیر
۸ – محمدګل زلمی یونسي د معارف وزیر
۹ – خاطره افغان د لوړو زدکړو وزیره
۱۰- آغلې سلطان خیري د اطلاعات او کلتور وزیره
۱۱- عباس بصیر د فواید عامې وزیر
۱۲- سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزیر
۱۳ – قمرالدین شینواری د سرحدونو او قبایلو وزیر
۱۴- فیض محمد عثماني د حج او اوقافو وزیر
۱۵- ډاکټر فیض الله کاکړ له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر
۱۶- محمد داود صبا د کانونو وزیر
۱۷ – برنا کریمي د مخابراتو وزیر
۱۸- شاه زمان میوندي د ښاري پراختیا وزیر
۱۹ – فیض الله ذکي د ټرانسپورټ وزیر
۲۰ – یعقوب حیدري د زارعت وزیر
۲۱ – سید حسین عالمي بلخي د مهاجرینو وزیر
۲۲ – نجیبه ایوبي د ښځو د چارو وزیره
۲۳- نصیر درانی د کلیو او پراختیا وزیر
۲۴- فیروزالدین فیروز د عامي روغتیا وزیر
۲۵ – محمود صیقل د اوبو او انرژۍ وزیر

همدا رنګه ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت اوسنی رئیس رحمت الله نبیل پر خپل ځای پرې ایښی او خلیل صدیق یې د افغانستان بانک د رئیس په توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي دئ.
ټاکل سوې ده چي د پارلماني چارو وزارت تر وړاندیز وروسته به د افغانستان ولسي جرګه به په یوه اونۍ کي د ولسمشر اشرف غني له خوا د وړاندي سوو وزیرانو په باب د تائېد یا رد فیصله وکړي.