نړېوالو رسنیو د افغانستان د روان حالاتو په اړه مطالب خپاره کړي
عطاالله محمدي
نړېوالو رسنیو تر ډېره د افغانستان د اوسني وضعیت او له دې هېواده نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
پیتسبورګ ګزیته:
پیتسبورګ ګزیته خپرونې د افغانستان په اړه د “پامیله کانسټبل” په قلم یو مطلب خپور کړی چې په کې یې د طالبانو له خوا د شخړو د زیاتوالي او ورسره د راپورته شویو اندیښنومساله څیړلې ده.
کانسټبل لیکي، څو ژمي مخکې چې دا د افغانستان پلازمینې کابله ته تللې وه او په یوې خالي څلورلاري کې چې د آسونو د ګاډیو او بایسکلونو زنګونه اوریدل کیدل؛ هغه مهال ځان بربڼډ احساس کړ چې خلکو ورته کتل.
دا وایي، هغه وخت لکه د اوس په څیرپه واټونو کې بهرني نه لیدل کېده او دې هم مناسبې جامې اغوستې وې؛ خو د ټولو خلکو سترګې دې ته ځیر وې.
کانسټبل چې ډيره موده یې له بهره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته راپورونه برابر کړي؛ وایي، د طالبانو د واکمنۍ له وخت راهیسې د پلازمینې کابل وضعیت اوس بل ډول دی.
په بمونو د ویجاړشویو ودانیو ځای لوړپوړو ودانیو نیولی؛ د ښارنفوس څو برابره زیات شوی او ترافیکې دمې یا ځنډ هم تل تکراریږي.
خو د مطلب لیکواله وایي؛ که څه هم اوس بهرنیان کابل ته پرله پسې سفرونه کوي؛ سږ ژمی یې سره له دې چې مناسبې جامې یې په ځان وې او ټکری یې هم په سرکړی و؛ بیا ځان بربڼډ احساس کړ.
دا وایي، تقریباً هرهغه لویدیځ وال چې دې پیژاند د تل لپاره له افغانستانه وتلي؛ یا یې ماموریت د موقت وخت لپاره ځنډول شوی؛ یا یې هم کار ختم شوی دی. پردې سربیره اکثره هغه افغانان چې دې پیژندل یا يې ورسره له اوږدې مودې همکاري لرله؛ له هیواده وتلي او په بهرنیو هیوادونو کې یې پنا اخیستې یا د پناه غوښتنه کړې ده.
کانسټبل وایي، طالبان بیا کابل ته رسیدلي؛ خو دا ځل نه د هغو چارواکو په بڼه چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ چې د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې به یې خبریالانو او چارواکو ته افغانستان ته د سفر لپاره ویزې صادرولې؛ بلکه د هغو وسله والو په څیر چې وینو ته تږي دي او په سپټمبر کې د نوي حکومت د کار له پیلیدو راهیسې یې خونړیو حملو ته زورورکړی دی.
ایکونومیک ټایمز:
هندي ایکونومیک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او لیکي، له دې هیواده د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتل به نه یواځې د جنوبي آسیا امنیت له ستونزو سره مخامخ کړي؛ بلکه امریکا او نورو هیوادونو ته به هم ستونزې راولاړې کړي.
دا خبره د دې هیواد د کورنیو چارو د وزیر رجنات سینګ په ډیلي کې د امریکا او هند د ستراتیژیک ډیالوګ پلاوي ته کړې ده.
د ایکونومیک ټایمز په وینا، نوی ډیلي د افغانستان امنیتي وضعیت چې سیمې په تیره بیا هند ته امنیتي ستونزې راولاړولې شي؛ له نژدې څاري.