کور / خبرتیا او پيغامونه / دلیسانس کسانو لپاره ښه زیری!

دلیسانس کسانو لپاره ښه زیری!

په کابل کې د امريکا سفارت د فولبرايټ وړيا تحصيلي پروګرام له لارې ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام لپاره د نوم ليکنې لړۍ نن پيل کړه.
د نوم ليکنې بهير د ٦٨ ورځو لپاره د روان لمريز کال تر پايه (کب ٢٩مه) دوام لري. ګډونوال د ماسټرۍ لپاره بايد د ديپلوم ترڅنګ د ټافل يا د انګليسې ژبې د ازموينې لږ ترلږه ٧٥ نومرې او د دوکتورا لپاره ٨٠ نومرې ولري.
په کابل کې د امريکا سفارت د عامه اړيکو رييسې هېلري اولسن وېنډېکر نن خبريالانو ته وويل چې د ازموينې په پايله کې به ٦٣ په شرايطو برابر کسان د ماسټرۍ او درې تنه هم د دوکتورا لپاره غوره سي.
هېلري وويل چې دا پروسه به د تېر په څېر په شفاف ډول ترسره سي او وړ کسان به د اوو پړاوونو تر تېرولو وروسته متحده ايالتونو ته د زده کړو لپاره واستول سي.
هغي وويل، نوم ليکنې ته لېواله کسان کولى شي د امريکا سفارت له ويب سايټ څخه فورمې ترلاسه کړي او يا هم د انټرنټ له لارې انلاين نوم ليکنه وکړي.
فولبرايټ په افغانستان کې په ١٩٥٢ ميلادي کال کې پيل او په ١٩٧٩ کال کې بند شو. دغه پروګرام د دويم ځل لپاره په ٢٠٠٣ کال کې بېرته په کابل کې پيل سو او په تېرو دوولسو کلونو کې ٤٥٠ افغان محصلينو له دې لارې په امريکا کې لوړې زده کړې کړې دي.