۲۰۱۴ کال تر ټولو تود کال وو
په نړۍ کي د ۱۸۸۰ ميلادي کال را په دې خوا د هوا منځنۍ درجه ليکل کېږي، ددغه ثبت له مخي تېر عيسوي کال په تېرو ۱۳۰ کالو کي تر ټولو تود کال و.
هالنډيانو ته ۲۰۱۴ په تېرو ۳۰۰ کلونو کي تود کال وو چي ۲۰۰۷ په دوهم او ۲۰۰۶ په دريم نمبر تودو کلونو کي ياد سويدي.
د ۱۸۸۰ کال راهيسي تر اوسه د نړۍ تودښت ۰,۸ درجه پورته سوی دی، د فضايي څېړنو نړيوال مرکز NASA يې لامل د شين کوړيزونو ګازونو ډېرښت بولي.
سپينه ماڼۍ ويلي دي چي د نړۍ اقليم مخ پر اوښتو دی چي بايد مخنېوئ يې وسي.