کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۲۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپيان دي او ۸ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، غزني، هرات، پکتيکا، پکتيا، کندهار، بلخ او خوست ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

وسله والو طالبانو، تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي