کور / تازه خبرونه / ناپېژانده وسله والو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سپین غر راډیو خبریال وژلى دى

ناپېژانده وسله والو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سپین غر راډیو خبریال وژلى دى

ناپېژانده وسله والو د ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سپین غر راډیو خبریال وژلى دى.
چارواکي وايي، عاقل ګل وقار تېره شپه شاوخوا ۷ بجې وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي رسنیوته وویل، چې عاقل ګل وقار بټي کوټ ولسوالۍ ته د خپل اكاد زوى واده کې ګډون لپاره ورغلى و.
عبدالزي زياته كړه، د کور دننه نامعلومو وسله والو پر وقار د ټوپک ډزې کړي او وژلى يې دى.
د عبدالزي په وينا، په دې پېښه كې يو تن ټپي شوى هم دى