د غريبانو په ګټه د هند د اقتصادي کړنلاري څخه زده کړه
منبع: د NRC Handelsblad نومي ورځپاڼي د اګسټ د دوهمي نيټې د ګڼي څخه د ‘یوئري بوم’ مقاله
نېټه: ۲۰۱۴ز، د اګسټ ۲مه – شنبه
د نړیوال بانک د احصائیو له مخي د نړۍ د غریبانو له ډلي تقریباً ۳۳ سلنه په هندوستان کي ده. د هند د ۱،۲۴ میلیارډه نفوس څخه په ملیونو هندیان د ماښام ډوډۍ نه لري، خو بختور ځکه دي چي حکومت تر یوې اندازې له پامه نه دي غورځولي. هند د خپلي اقتصادي کړنلاري له مخي دBelow Poverty Card په نوم د غریبانو لپاره ځانګړي رسمي پېژندپاڼي لري چي په دې سره د کارټ څښتن په تکراري ډول د یوې اندازې غنمو او وریجو مستحق کيږي. د تېر کال راهیسي د هند د نفوس شاوخوا ۶۶ سلنه کسان په Fair Price نومي دکانو کي په مناسبه بیه د ضرورت وړ توکي اخیستلائ سي. په دغه دکانو کي نرخونه تر بازار دوولس چنده ارزانه دي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان WTO د هند د حکومت ذکر سوئ د سبسایدي (= مالي مرستي) پلان ته وقف سوئ مبلغ ډېر لوړ بولي، خو هندد نیوکو سره – سره بیا هم په خپله کړنلاره وياړي او د غریبانو لپاره يې خورا ضروري بولي. ان دا چي د سبسايډي له منځه وړل د غریبو هندیانوله منځه وړل ورته ښکاري. د سویسزرلېنډ د جنېفه په ښار کي د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د مرکزي دفتر څخه د هند دغه پلان ته په غیر ديپلوماتیک ډول سخت عکس العمل ښودل سوئ او نړیوال سازمان د هندوستان دغه چلند’ځان وژونکی’ بللئ دئ. د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چي د هندوستان لومړی وزیر ‘نريندرا مودي’ د دغه پلان په عملي کولو سره نړیوالو ته ځان کمزوره انځوروي، حال دا چي ‘نريندرا مودي’ یو ډېر آزاد شخصیت دئ او د لا ښې نړیوالي سوداګرۍ پخلی کوي.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او د هندوستان تر منځ د سبسایدي داندازې په اړه مخالفت د دې لامل ګرځي چي هند به د نړیوالو سره د آزادي سوداګرۍ تړون (Free Trade Agreement) لاسلیک نه کړي. د دغه تړون موخه د کرني په سیکتور کي د سبسایډي د اندازې او پر وارداتو او صادراتو د ګمرکي نرخونو راټيټول دي. ۱۵۰ هیوادونو په دې اړه شاوخوا ۱۳ کاله خبري اتري کړي، خو هند ملګریتوب نه ورسره کوي. تېره اوونۍ ډيلي ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سفر کړئ، خو ونه توانېد چي د هند لومړی وزیر قانع کړي، څو دغه تړون ته مثبت جواب ووايي. ممکن د سوداګرۍ نړیوال سازمان له نورو هیوادونو سره – بېله هندوستانه – دغه تړون لاسلیک کړي.د اقتصاد پوه ‘انانتا ناګیسواران’ په وینا نړیوال د هند سره غیرقانوني چلند کوي. نوموړی زیاتوي چي امريکا تر هندوستان زیاته اندازه پیسې د زراعت سبسايډي ته ورکوي، خو ځان يې کوڼ اچولئ دئ.
د کارپوهانو په وینا به د دغه سوداګرۍ د تړون له برکته نړيوال اقتصاد ته ۹۶۰ ميليارډه ډالره ګټه ورسیږي، چي زیاتره برخه به يې په هندوستان غوندي غریبو هیوادونو کي وي.
د کارپوهانو په وینا د هند له خوا د آزادي سوداګرۍ د ګټمن تړون نه لاسلیک کول یو ډېر صحیح چلنددئ، ځکه د هندوستان کورنی حالت بېل دئ او په هند کي د غریبۍ کچه تر هر بل هیواد هسکه ده. د هند لومړی وزیر کوښښ کوي چي په صحيح توګه د خپل هيواد د غریبانو غم وخوري. نوموړي د میلیونو بزګرانو او مسکینانو سره د مرستي ژمنه کړې ده او نه غواړي چي وعده خلافه سي. علاوه پر دې د هند حکومت ډاريږي چي د تړون لاسلیک کول کېدائ سي د هندوستان زراعت او غریبانو ته د غذايي موادو په ورکولو کي منفي رول ولري. د هند اقتصاد پوهان هم دغه پالیسي پر حق بولي. په یوه برتانوۍ پر لیکه ورځپاڼه کي د اقتصاد پوهنځی استاد ‘چرن سینګ’ وايي حکومت مجبوره – مکلف دئ چي د نفوس دېرش سلنه غریبان په نس ماړه کړي او د بزګرانو سره مرسته وکړي.
لنډه دا چي د هندوستان حکومتي چارواکي د ياد تړون په ناستو کي د ۹۶۰ میلیارډو ډالرو کُلي ګټي په اورېدو دستي ماغزه دلاسه نه ورکوي او غریب هیوادوال يې له ذهنه نه وزي، بلکي په اقتصادي کړنلاره کي تر خپله وسه د خوارو او غریبو هندیانو سره ښه پوره مرسته کوي. کاش چي په افغانستان کي هم خوار افغانان د یوه داسي مفید پلان څخه برخمن وائ چي له برکته يې په ځانګړو دکانو کي تر بازار دوولس چنده ارزانه شیان پیرلائ سوائ. د افغانستان حکومت په تېره لسیزه کي د هیواد د بیارغوني لپاره د میلیارډو ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک کړي، خو له بده مرغه چي د مرستو زیاتره برخه د اداري فساد، کمزوره مدیریت او د کنټرول د نه شتون له امله فقط د یوڅو کسانو جېب ته تللې. نه افغان حکومت په اقتصادي کړنلاره کي خوارو افغانانو ته متوجه سوئ او نه يې د لاسلیک سوو تړونو په برکت د اکثرو غریبو افغانانو خيټي ډکي کړي دي.
د یو سوکاله، آباد او پیاوړي اقتصاد لرونکي افغانستان په هیله