کندهار: طالبانو د پاڅون کوونکو پر کورنو وسله وال بريدونه کړي

عطاالله محمدي | جنوري 21st, 2015


وسله والو طالبانو په ميوند ولسوالي کي د پاڅون کوونکو پر کورونو وسله وال بريدونه کړي او شپږو پاڅون کوونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
بريدونه تېره ورځ ناوخته ددې ولسوالۍ د کلاښامير په سيمه کي د هغو پاڅون کوونکو پر کورونو سوي، چي يوه مياشت مخکي د طالبانو په وړاندي دريدلي وه.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې، چي په دې بريدونو کي درې پاڅون کوونکي وژل سوي، يو سيمه ايز پوليس او درې پاڅون کوونکي نور ټپيان سوي دي.
د خپلواک په خبره چي په دې پېښه کي څلور وسله وال مخالفين وژل سوي او ٧ نور زخميان سوي دي.
تر اوسه ددې پيښي په اړه کومي وسله والي ډلي څه ندي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024