کندهار:په غلچکي بريد کي دوه تنه ووژل سول.
عطاالله محمدي
نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د څوارلسمي امنتي حوزې د ډبرو پله په سيمه کي نامعلومو کسانو يو پوليس او يو ملکي کس په غلچکي بريد کي وژلي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې، چي بريد کوونکي په تېښته بريالي سوي او پوليس تر سختو ټپونو وروسته په روغتون کي وژل سوى دى.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.