کور / تازه خبرونه / جنرال پروېز مشرف: لوېديځ پروپاګند راپسي كوي

جنرال پروېز مشرف: لوېديځ پروپاګند راپسي كوي

د پاكستان جمهور رئيس جنرال پروېز مشرف وايي اټومي پروګرام د پاكستاني حكومت په خپل واك كي دئ، لوېديځه ميډيا په دې باب غلط معلومات خپروي.
د جنرال مشرف دا بيان په دې وروستيو كي هغو خپرو سوو خبرونو ته جواب دئ، چي وايي د پاكستان اټومي پروګرام د امريكايي استخباراتو د يوې ډلي لاسته لوېدلى او هغوى يې امنيت نيولى دئ.




په لوېديځو مطبوعاتو كي له څو مياشتو راهيسي سر پر سر خبرونه خپرېږي چي امريكا د پاكستان اټومي وسلو ساتنه له دې بيري په لاس كي اخيستې ده، د اسلامي بنسټپالو لاس ته ونه لوېږي.
جنرال مشرف وايي اټومي پروګرام د پاكستان خپل ملكيت دئ او ساتنه يې هم د پاكستاني پوځيانو كار دئ.
د نوموړي په وينا لوېديځو رسنيو د پاكستان بدنامۍ ته لستوڼي بډوهلي او داسي خبرونه خپروي چي ګواكي  پاكستان د خپلو اټومي وسلو د ساتني وړتيا نه لري.
مشرف وايي پاكستان به د خپل اټومي پروګرام پراختيا همداسي روانه ساتي او دا وسلې به د هيڅ ډلي لاسته ونه لوېږي.