کور / تازه خبرونه / دافغان محصلينو اتحاديې کابينه اعلان کړه

دافغان محصلينو اتحاديې کابينه اعلان کړه

پېښور:د خېبر پښتونخوا دافغان محصلينو اتحاديې خپله نوې کابينه اعلان کړه. دټاکنو دغه پروسه د خپلواک کميسيون لخوا د٢٠١٥ ميلادي کال دفبرورۍ د مياشتې په ٥ (پنځمه) نېټه په پېښور پوهنتون کې ترسره شوه.د محصلينو درايو په اکثريت سره ډاکټر ابراهيم خان ځاځی رئيس (خيبر ميډيکل کالج)، فتح الله شينواری مرستيال رئيس (اقتصاد پوهنځي)، غلام محی الدين منګل (نړېوالو اړيکو پوهنځی) عمومي منشي، ميرويس همدرد (نړېوالو اړيکو فاکولته) د بهرنيو اړيکو مسئول، رحيم جان (نړېوالو اړيکو پوهنځی) د داخله چارو مسئول، حشمت دانش (د افتونو د ادارې پوهنځی) د فرهنګي چارو مسئول، قاري معراج الدين (مايکروبيالوژي پوهنځي) مالي مسئول، خالد اميري (ژورناليزم) د عامه اړيکو مسئول، یلدا بازوان د ښځینه محصلانو مسئوله او رامين ځاځی (کمپيوټر سائینس) سپورتي مسئول وټاکل شول. دافغان محصلينو اتحاديه يوه علمي ټولنه ده. له هېڅ راز ډلې ټپلې څخه ننګه او دفاع نه کوي بلکې يواځې او يواځې د افغان محصلينو د ستونزو دحل لپاره جو ړه شوې. محصلينو په مختلفو پوهنتونونو کې خپلې ستونزې هم واورولې. د پاکستان لخوا د ورکړل شوو بورسونو محصلينو غوښتنه درلوده چې له تېر يوه کال راهيسې هغوی ته مالي مرستې او اعاشه نه ده ورکړل شوې. نوي رئيس د يادې ستونزې د عاجل حل او خبره يې تر افغان سفارت او قونسلګرۍ ته د رسولو وعده وکړه. همدا راز ډاکټر ابراهيم خان ځاځي زياته کړه:مونږ دلته د افغان محصلينو د اتحاد، ستونزو د حل، د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه والي او د افغانستان د ملي ګټو د دفاع او محصلينو ته د وطنپالنې ملي روحيه ورکولو لپاره راټول شوي يو.محصلينو د هېواد ملي ګټو، خپلو مسلکونو کې د زيار او له يو بل سره د صميمانه اړيکو ساتلو تعهد څرګند کړ.غونډه د قاري معراج الدين په دعا سره ختمه شوه.
فرهنګي څانګه
دافغان محصلينو اتحاديه ـ خيبر پښتونخوا