کور / تازه خبرونه / د کورنيو چارو نوي وزير لومړنی سفر کندهار ته وکړ

د کورنيو چارو نوي وزير لومړنی سفر کندهار ته وکړ

هغه غونډه چي نن په منډيګک ماڼۍ کي جوړه سوې وه، پکي له کابل څخه د کورنيو چارو وزير، ورسره پلاوي، په ولسي جرګه کي د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان د خلکو استازو، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، امنيه قومندان عبدالرازق، د ولايتي شورا غړو او يو شمېء نورو چارواکو ګډون کړی وو.

نورالحق علومي د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل چي دنده يې له خپل کور څخه پيل کړه او پخپل کور کي به لومړی د امنيت تامينولو لپاره هلي ځلي کوي.

علومي د کندهار له چارواکو څخه مننه وکړه چي تر دامهاله يې د امنيت په تامينولو کي ډېري هلي ځلي کړي دي، خو د لا زياتو هڅو او امکاناتو د برابرولو ژمنه يې وکړه. نوموړي د امنيت په تامين کي د خلکو ونډه ډېره مهمه وبلله او له ناستو سپين ږيرو څخه يې د همکارۍ هيله وکړه.

هغه وويل: افغانانو د تاريخ په اوږدو کي له خپلي خاوري څخه دفاع کړې ده او اوس هم افغان امنيتي ارګانونه د دې توان لري چي له خپلي خاوري څخه دفاع وکړي او روانو ناخوالو ته د پاى ټکى کښېږدي.

ښاغلي علومي وويل ټول هيوادوال بايد د خپلو امنيتي ارګانونو تر شا ودريږي او د هيواد د آبادى لپاره لاسونه سره يو کړي. هغه زياته کړه سوله په توپ او توپک نه راځي، بلکی د ولس په همکارۍ او مرستو منځته راتلاى سي. د هغه په خبره چي که په کندهار کي امنيت تامين سي، په ټول هيواد کي امنيت تامينېدای سي، خو که کندهار ناامنه وي، ټول هيواد به ورسره په ناامنۍ اخته وي.

دکورنيو چارو وزير د ولسي جرګې له استازو څخه پر ده يې باور کړى او ژمنه يې وکړه چي د هيواد د امنيت د ټينګښت لپاره خپل ټول توان او طاقت په کار اچوي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا علومي ته د ښه راغلاست تر څنګ د کندهار په باب هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل چي د کندهار امنيت نسبت نورو ولاياتو ته د ډاډ وړ دى او دا ډېر د وياړ ځاى دى چي د کورنيو چارو وزير لومړی کندهار ته سفر وکړ.

ښاغلي ويسا وويل دوستي او همکاري بايد په قوم، ژبه او سمت پوري اړه ونه لري کار او دوستي بايد د افغانستان په نامه وي او ټول افغانان بايد تر شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجيح ورکړي. ويسا زياته کړه چي ښاغلی علومي د افغانستان په سياست کي يو پياوړى او فعال کس پاته سوى دی چي بايد افغانان د هغه له شتون څخه ګټه پورته کړي.