کور / تازه خبرونه / د مېرمن كلتوري_ټولنيز بهير درېيمه غونډه جوړه شوه

د مېرمن كلتوري_ټولنيز بهير درېيمه غونډه جوړه شوه

 


د مېرمن د كلتوري او ټولنيز بهير درېيمه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نړيوال تالار كې د لسګونو كسانو په ګډون جوړه شوې وه.


په غونډه كې چې ډيرى يې ښځې وې، د كره كتنې تر څنګ مشاعره هم وشوه.


په پيل كې د تيرې غونډې په اړه خبرې وشوې، ورپسې آغلې لينا شريف خپله لنډه كيسه (پمن) كره كتنې ته وړاندې كړه، چې د غونډې د برخوالو له خوا يې په اړه بېلا بېلې خبرې وشوې.


د كره كتنې د برخې په پاى كې غونډې ته راغلي مېلمه استاد زرين انځور، د غونډې پر ګډونوالو ټينګار وكړ چې پرله پسې غونډې ته راشي او خپلې نورې دوستانې هم و هڅوي چې په غونډه كې ګډون وكړي.


د غونډې بله برخه د مشاعرې برخه وه چې ډېرى كسانو په كې خپل شعرونه وويل.


غونډې د ښكلا دوې مياشتنۍ او سپرغۍ مجلو د ادارو له خوا مجلې ډالۍ شوې وي چې پر برخوالو ووېشل شوې.


د يادونې وړ ده چې د مېرمنو كلتوري او ټولنيز بهير د پښتنو مېرمنو د كلتوري او ادبي هڅو نتيجه ده او په دې كې به د ښځينه وو د فرهنګي پوهې د لا لوړتيا لپاره كار كيږي.