کور / تازه خبرونه / په پاكستان كي د اسامه او ملاعمر پټېدل حقيقت نه لري

په پاكستان كي د اسامه او ملاعمر پټېدل حقيقت نه لري

د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايي د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستۍ څرګندوني بې ځايه وې.
نوموړي د افغان جمهور رئيس حامد كرزي د تېري اونۍ څرګندونو ته په اشارې سره وويل، افغان چارواكي تل پر پاكستان تور لګوي چي اسامه بن لادن او طالب مشر ملامحمدعمر په پاكستان كي دي، خو دا هيڅ حقيقت نه لري.
هغه د ولسمشر كرزي د دې خبري په باب چي ويل يې افغانستان تر ډيورنډ كرښي ها خوا سيمو كي هم د ځان د دفاع حق لري، په جواب كي فقط دونه وويل چي د افغان مشر څرګندوني بېځايه وې.
افغان جمهور رئيس تېره هفته په يوه خبري كنفرانس كي په ډانګ پېيلې توګه وويل چي كه پاكستان له خپلي خاوري څخه افغانستان ته د طالبانو رالېږل ونه دروي، افغانان مجبوره دي چي د خپلي دفاع په خاطر تر ډيورنډ كرښي په خوا عمليات وكړي.