کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۰ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، يو تن ټپي دى او ۱۰ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کونړ، لوګر، غزني، فراه او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.