کور / تازه خبرونه / ډېر ژر به په هلمند او كندهار كې عمليات پيل شي

ډېر ژر به په هلمند او كندهار كې عمليات پيل شي

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې ډېر ژر به په هلمند او كندهار ولايتونو كې د ګډو افغان امنيتي ځواكونو عمليات پيل شي.

د دې وزارت وياند صديق صديقي، چې نن يې په كابل كې په يوه خبري غونډه كې خبرې كولې؛ وويل چې دغه عمليات د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د هلمند او كندهار ولايتونو د يو شمېر سيمو د پاكولو په هدف پيلېږي.

د هغه په وينا، تر دې مخكې هم د يادو ولايتونو په ځينو سيمو كې امنيتي ځواكونو عمليات كړي، چې ښه نتيجه يې لرله.

د كورنيو چارو وزارت همدارنګه زياتوي، چې افغان امنيتي ځواكونو په پكتيا ولايت كې د عملياتو په ترڅ كې يو ځاى، چې وسله والو مخالفينو به پكې ځانمرګي واسكټونه جوړول په نښه كړى، دوه ځانمرګي واسكټونه او له چاودېدونكو توكو ډك يو موټر يې كشف او ترلاسه كړي دي