کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره ټیلیفوني خبري وکړې

جمهور رئیس غني د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره ټیلیفوني خبري وکړې

د ۱۳۹۳ لمریز کال د سلواغې ۲۵مه جمهور رئیس غني د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له غړو سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې له غړو سره چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوال جام په سیالیوکې د ګډون لپاره د آسترالیا هېواد ته تللي دي، ټیلیفوني خبرې وکړې.

جمهور رئیس غني په دغو ټیلیفوني خبروکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړي وهڅول چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نړیوال جام په سیالیو کې په لوړ مورال لوبې وکړې او د تل په څېر د کرکټ په ډګر کې افغانستان ته ستر ویاړونه او بریاوې ور په برخه کړي.

همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې په آسترالیا کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندیشه ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې ته په استرالیا کې د سیالیو پرمهال لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پام کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو په لړکې د بنګله دیش، نوي زیلاند، آسترالیا، بریتانیا، سکاټلنډ او د سریلانکا د کرکټ له ملي لوبډلو سره لوبې ترسره کړي چې خپله لومړنۍ لوبه به د راروانې چهارشنبې په ورځ له بنګله دیش سره ترسره کړي