په خوست کې درې سوه زره ماشومان او ځوانان ښوونځیو ته ځي
خوست دګران هېواد له مرکز لرې د ډیوریند پر فرضي کرښه پروته هغه ولایت دی چې امنیت يې تر ډیرو مرکزي ولایتونو ښه او ښوونیز بهیر پکې دپخوا په پرتله په دې وروستیو پنځو کلونو کې خورا ښه پرمختګ کړی،دهغه معلوماتو پر بنسټ چې معارف ریاست څخه مو ترلاسه کړي، ویل کیږي چې : په ټول خوست کې څلور سوه پنځه ویشت بابه ښوونځي فعال او تر درې سوه زره پورې زده کوونکي چې له جملې يې سل زره انجونې دي دخپلو ۸۶۲۳ تنو ښوونکو څخه زده کړې ترلاسه کوي.
په داسې حال کې چې په ۱۳۸۸ کال بیا دټول خوست په سطحه دښوونځیو شمېر ۲۴۴ او د زده کوونکو شمېر يې ۱۶۸۳۹۴ یو لک اته شپېته زره ، درې سوه څلور نوي تنه وه چې له جملې يې یوازې ۲۴۰۰۰ څلور ویشت زره انجونې او د ښوونکو شمېر يې تر ۳۸۹۴ درې زره اته سوه څلورنوي پورې رسیده.
پنځه کاله وړاندې په خوست کې د اوسنیو شته پرمختګونو چې په هرډګر کې ترسره ترسترګو کیږي هیڅ څرک نه لګیده، په ډیر ی لرې پرتو سیمو ،ولسوالیو ،کلیو او بانډو کې خو دښوونځي په اړه چا فکر هم نه کاوه چې دوی ته دې په خپله سیمه کې ښوونځي جوړ شي، خوشبختانه اوس په ټول خوست کې ددې برخې لاسته را وړنې او پرمختیا وې دستایلو دي، کله چې اوسنی والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي خوست ته دوالي په صفت راغلو، دلته يې پر وړاندې ډیرې جدې ستونزې اوننګونې پرتې وي دغرونو او دښتو پر سر قومي اوږدې تاریخي شخړي ، دمعارف خراب وضعیت ، دلویو لارو کنډ کپر حالت او دخوړونو پر سر دلویو پلونو نه شتون … اونورې هغه لوی ستونزې وي چې په راتګ سره سم ورسره مخامخ شو ، خو دې ټولو چارو ته دحل لار موندل هم ښه مدیریت او مدبرانه فکر غواړي، له لومړي سره يې خپلو ټولو موخو ته درسیدو ،ستونزو ته دحل مناسبې لار موندنې او ولسي خدمت په موخه ددیني علماؤ اومخورو قومي مشرانو سره دمشورو او ناستو لاره خپله کړه، هرې ستونزې ته يې دهمدې محبوبیت لرونکو مشرانو او دیني علماؤ په مرسته دقانون په رڼا کې دحل لاره ولټوله ،چې تر ډیره خوست میشتې ولسونه دده دا تګلاره دبریا راز ګڼې او دنورو ډګرونو ترڅنګ دمعارف په برخه کې شته لاسته را وړنې او پرمختګ دمشورو ،ښه مدیریت او غوره رهبرۍ پایله ګڼې.
خوست میشتې ولسونه په شته لاسته را وړنو ،شویو پرمختګونو او خدماتو بسنه نه کوي، له مرکزي حکومت او خپل والي څخه دلازیاتو خدماتو غوښتنه کوي، او غواړي چې دوی ته دې په هرډګر او هره برخه کې هغه ټولګټي پروژې چې ولسي ستونزې ورسره هوارېدلی شي او دخلکو په ژوند کې مثبت بدلون را وستلي شي تطبیق شي.