کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۷۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۷۷ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

 د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه  په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، ننګرهار، تخار، کندوز، بدخشان، سرپل، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي