کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبري وکړې

اجرائیه رئیس د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ماپښين په سپېدار ماڼۍ کي د هیواد لپاره د جاپان هیواد له سفیر ایروشي تکاشی سره ولیدل او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ورسره خبري وکړې.

ښاغلي ایروشي تکاشي د افغانستان اجرائیه رئیس ته د خپل هیواد د ټول شمولو همکاریو، دوامداره مرستو او ستراتیژیکي ملګرتیا وعده تازه کړه او زیاته یې کړه، چي هیواد به یې له افغانستان سره د یوه قوي متحده په توګه خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

نوموړي وویل، هیواد یې ژمن دی، چي په اقتصادي، تعلیمي، تحصیلي او روغتیايي برخو کي له افغانستان سره خپلو همکاریو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي او پّ دې برخه کي د یوه قوي متحد په توګه پاته سي.

هغه زیاته کړه، چي افغانستان د جاپان لپاره د قوي متحد حیثیت لري او دوی هیله لري، چي په راتلونکي کلونو کي هم له افغانستان خپلي سیاسي، ټولنیزي او سوداګریزي اړيکي پراخي کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل لپاره د جاپان هیواد له سفیر ښاغلي ایروشي تکاشي سره په ننۍ لیدنه کي د جاپان هیواد له هغو مرستو مننه وکړه، چي د تیرو کلونو په اوږدو کي له افغانستان سره کړي وې.

نوموړي وویل، چي د ملي یووالي حکومت له خپلو نړیوالو همکارانو سره د اړیکو بهترۍ ته ترجیح ورکوي او په دې برخه کي یې د کار له پیله ګڼ شمېر عملي ګامونه هم پورته کړي دي.

هغه د اقتصادي ودي لپاره د افغانستان په داخل کي له تولیدي برخي سر د جاپان مرستي اساسي وبللې او په دې عرصه کي یې د هغه هیواد د اوسنيو فعالیتونو د دوام او نورو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان اجرائیه رئیس په نني مجلس کي د جاپان له سفیر سره پر هغو ننګوونو هم خبري وکړې، چي دواړه هیوادونه په عین توګه ځپي او د سولي په ګډون شمېر نوري چاري له خنډ او ځنډ سره مخ کوي