کور / تازه خبرونه / د پېښور ښوونځي مهم بريدګر نيول شوی

د پېښور ښوونځي مهم بريدګر نيول شوی

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستان پوځ وايي يو کس چې تاج محمد عارف رضوان نومېږي او د پېښور ښوونځي بريد کې د ېوې ډلې قوماندان و نيول شوی دی.ويل کېږي محمد عارف ۲۷کاله عمر لري او د خيبر ايجنسۍ د باړې سيمې اوسېدونکی دی. دا کس په پېښور کې د پوځي عمليات په ترڅ کې نيول شوی دی.د پاکستان پوځ وايي دې کس منلې چې ۲۰۰۸کال را په دېخوا يې له پاکستاني طالبانو سره تړاو درلود او په شمالي وزيرستان او پېښور کې د ترهګرۍ په پېښو کې ښکېل و.د ۲۰۱۴کال ډسمبر پر ۱۶نېټه پېښور کې پر ښوونځي بريد کې له ۱۴۰زيات کسان وژل شوي چې ډېری يې زده کوونکي وو.تېره مياشت د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه ويلي وو چې له ۶ترهګرو يې يو تښتېدلی دی.عاصم سليم باجوه وويل چې پر ښوونځي يې د ۲۷کسيزه برېدګره ډله پېژندلې ده.له دغو بريدګرو ۹کسان وژل شوي دولس نيول شوي او د پاتې شپږو کسانو لټون روان دی.د پاکستاني پوځ وياند وايي په بريد کې ښکېل کسان پاکستان دي او نيول شويو کسانو ويلي چې دا بريد د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په امر شوی و.د پېښور ښوونځي بريد کې له ۱۴۰زيات کسان وژل شوي وو چې ډېری يې زده کوونکي ووپاکستاني طالبانو پر ښوونځي د بريد مسؤوليت اخيستی و، او ويلي يې وو، چې دا بريد يې په شمالي وزيرستان او خيبر کې د پوځ د بريدونو د غچ اخيستو په مقابل کې کړی.پر ښوونځي اوو بريدګرو بريد کړی و، همدارنګه د پاکستان حکومت د بريد په تړاو شپږ تورن کسان اعدام کړي دي.