کور / تازه خبرونه / تښتول شویو ۳۰ مسافرو څخه یوتن نن ماښام خوشي کړی دی

تښتول شویو ۳۰ مسافرو څخه یوتن نن ماښام خوشي کړی دی

مقامات وايي چي یرغمل نیونکو له تښتول شویو ۳۰ مسافرو څخه یوتن نن ماښام خوشي کړی دی د شاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي لراوبرته وویل چي یرغمل نیونکو د ولسي مشرانو په لاس خپله یوه غوښتنه وړاندې کړې او هغه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خپل یوه نیول شوی موټر د خوشي کیدو غوښتنه ده. دا چي پدې موټر کې څه وو او څومره مهم دی په اړه يې ولسوال ناخبري وښودل . خو د رواني اونۍ په سر کې د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې په وسلو بار یو کانټينر موټر چي سپکي او درنې وسلې پکښې بار وې له ۳ تنو سره یو ځای د پوليسو له لوري نیول شوی وو . هغه مهال هم داسي شکونه وو چي ممکن دغه وسلې د زابل په شمالي ولسوالیو کې د نویو را پیدا شویو وسله والو ډلو پوري اړه ولري