۳۰ ساعته باران لغمانيانو ته مالي او ځاني زيان اړولی دی

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2015


د لومړنیو معلوماتو له مخې د لغمان ولایت د مرکز په ګډون په پینځه ګونو ولسوالیو کې د سخت اورښت له امله تر دې دمه څلور تنه په حق رسیدلي او د لسګونو کورونو د ړنګیدو تر څنګ په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي دي.

همدارنګه په دولت شاه ولسوالۍ کې بیا د واورې د ورېدو له امله د مالي زیانونو تر څنګ د دولت شاه او فرشغان تر منځ غځیدلې لاره هم تخریب او د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

دغه راز د کابل جلال اباد په لویه لاره د وریښمین تنګي په سیمه کې هم ځای ځای غر را ښویدلی خو ولې لاره یې په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ نه ده تړلې او دا مهال د لغمان د ټولګټو ریاست کارکونکي هلته د لارې په پاکیدو بوخت دي چې نن د ورځې تر پایه به یې په مکمله توګه پاکه کړي.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د ولایت مقام په سپارښتنه د لغمان د امنیتي ځواکونو د بې ساري همکارۍ چې د تیرې ورځې راهیسې یې د اوبو له ګواښ څخه د خلکو په ژغورنه کې تر سره کړې ستايي او تر څنګ یې د اضطرار کمیټې ته سپارښتنه کړې چې نن د ورځې تر نیمايي پورې د زیانمنو خلکو درست او بشپړ معلومات راټول کړي تر څو د مرستو رسولو پر وخت ستونزه رامنځته نه شي.

Copyright Larawbar 2007-2024