غزني:مرڅله له جريدې څخه په مجله اوړي !

د لراوبر اداره | جون 23rd, 2008


 

دا چې له تېر يوه کال راهيسي له غزني څخه موږ يوه جريده د مرڅلې په نامه خپروله، نو بيا د ځينو د قدر وړ استادانو په لارښوونه مو دا هوډ وکړ چې مرڅلې ته به پراختيا ورکوو او له جريدې څخه به ېې مجله کوو، چې په ډېر نږدې راتلونکي کې به ېې نوي ګڼه د مجلې په بڼه چاپ شي، له تاسي ټولو د قدر وړ استادانو او زړه ته راتېرو ملګرو څخه په ډېر درنښت هيله کوم چې د نوموړي مجلې په چلولو کې راسره مرسته وکړئ، په ځانګړي ډول خپلي ليکنې او شعرونه په همدې برېښناليک پتې تر موږ پوري را ورسوئ، منندوى به مو يم.

په مينه او ادب

اشرف غيرت-غزني

٠٧٠٧٦٧٢٢٧٧

٠٧٧٦٤٢٠٥٩٤

mursala_gh@yahoo.com

 

Copyright Larawbar 2007-2024