فيلپاين : سيلابونو ۲۲۹ كسان وژلي؛ يوه کښتۍ …
د فلپاين حكومت وايي د دغه هيواد په ځينو سيمو كي د سمندري توپان له كبله كلي او ښارګوټي اوبو لاندي كړي چي له امله يې ۲۲۹ تنه وژل سوي دي.
چارواكي وايي ښايي د مړو شمېر تر دې هم ډېره سي.
نن سهار د فلپاين حكومت د سمندري توپان له امله د يوې كښتۍ د ډوبېدو خبر هم وركړى و، چي وايي د پكښي ناستو ۷۴۰ كسانو څخه اتيا تنه وژل سوي، درې كسه د مرستي ډلي ژغورلي او پاته نور يې اوس هم ورك دي.