کور / تازه خبرونه / طالبانو شپاړس عيسويان پوليټيكل چارواكو ته وسپارل

طالبانو شپاړس عيسويان پوليټيكل چارواكو ته وسپارل


د هغو ۲۵ تنو عيسويانو له جملې څخه شپاړس تنه په باړه كي پوليټيكل چارواكو ته وسپارل سول، چي قبايلي طالبانو تېره شپه په پېښور كي د دوى د مذهبي مراسمو پر وخت تښتولي وه.
د تنظيم لښكر اسلام په نامه يوې وسله والي ډلي چي دغه كسان يې تښتولي وه، شپاړس تنه يې خوشي كړل.
دا لا تر اوسه نه ده معلومه چي دغه كسان ولي تښتول سوي وه او څنګه بيرته ۱۶ تنه يې خوشي سوي دي.
خو د پښتونخوا ايالتي چارواكو په دې باب له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه كړې وه.