شپږم حس ،ياد شعور او لا شعور ډيالکتيک؟

د لراوبر اداره | جون 22nd, 2008


لیکنه : داکتر شیر آقا حرکت

 دا موضوع په  ۱۳۶۸هجري شمسي کال  کي  د« اخبار هفته » په  « ۵۵ » ګڼه کي په يو څه تصرف او تخليص سره  چاپ شوي وه  اود مفهوم  دپوهاوي په برخه کي ئي ځيني تيمګړتياوي رامنځته کړي وي .  غواړم يو ځل بيا هغه په مکمل ډول دحرکت نشري  محترمو لوستونکو ته دارزوني دپاره وړاندي کړم  .

انسانان د خپل پيدايش له لومړۍ ورځي څخه تل ديوه نامعلوم علت په واسطه ځوريدلي ،ديوي نامعلومي منبع او مرجع څخه ورته د خوښۍ يا غم الهام شوي ، ديوه پټ اثر د تاثير له مخي يو څه ته هڅيدلي او ديوي خارق العاده  قوي په ذريعه يوه لورته لټيدلي خو ندي پوه شوي  چي دا ټول هرڅه ، څه ډول پيښيږي .

دوئ ندي پوهيدلي چي کومه خوشالي ئي خندوي او کوم نامعلوم غم ودرد ئي ژړوي . کله داسي هم پيښه شوي چي انسان دخوښۍ او غم په نرۍ پوله دريدلي او غم وخندا ئي شريکه شويده . نيکان ددغه راز او الهام له  برکته لوړو درجو ته رسيدلي او بدانو ته لوي شيطاني طاقت ګرځيدلي دي  . پيران ددغه پټ راز  په  قوت نوي او نوي مريدان راټولوي او مريدان هڅه کوي دهمدغه لاري دپيرۍ درجي ته ورسيږي  .  پدي ډول دغه نا معلوم علت هر چاته دشک ،ترديد ،تشويش ،خفګان ،خوښۍ او نورو ډيرو غيرموجه الهاماتو او اګاهي دمنبع په  حيث دهرچا او باالخصوص داروا پوهانو د توجه وړګرځيدلي خو هيڅوک پدي نپوهيږي ،په څه ډول ځيني پيښيدونکي پيښي مخکي له مخکي دانسانانو په ذهن کي راګرځي ؛د کومي ناوړه پيښي دوقوع څخه دمخه دظاهري علت څخه پرته انسان غمجن معلوميږي ؛يا بي له کوم علت څخه خوشحاله بريښي او نن هم  ددغه رحماني او شيطاني  خوبونو انګيزه او منبع دټولو له نظره پټه خزانه پرته ده .

دي او ديته ورته ډيرو نورو مسايلو دبشر دپيدايښت له لومړۍ ورځي څخه د هغوئ ذهنيتونه مصروف ساتلي او تل ئي دي ته هڅولي چي دغه پټ راز  ، دغه نامعلومه سرچينه ،دغه دخير او شر منبع، دغه دضعف او قدرت اساسي محرک په هره وسيله او هر چيري چي ممکنه وي وڅيړي ، پټ رازونه ئي نړيوالو ته افشاء او يا ئي دخپل تحکم وسيله او قمچينه وګرځوي .

پدي باره کي هيچا خپلي هڅي ندي سپمولي او خپل هر اړخيز مفيد نظريات ئي مينه والو ته وړاندي کړي ،خو له بده مرغه دهيچا نظر رڼائي ته ندي وتلي  .زه غواړم د ځيني پوهانو او  مختلفو نظرياتي عقيدوي مکتبونو او سيستمونو نظريات البته دخپل نظر داظهار سره يوځاي د موضوع مينوالو ته وړاندي کول غواړم .

    شپږم حس ، داخلي حس  ، نبوغ ،کرامات ،   انچوييشن او يا په بل هر نامه چي دغه پديده مونږ يادولي شو دلاتين کلمي intuitio    ,intueri        »    څخه اخستل شوي  اولغوي معنا ئي (په ځير سره ګورم )  او په اصطلاح کي  دثبوت څخه پرته د مستقيمي نظاري او کتني دلاري دحقيقت لاس ته راوړلو ته  ويل کيږ ي .                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                  په فلسفي لحاظ شپږم حس دمستقيمي معنوي پوهي او  تفکر ديوشکل په مفهوم افاده کيږي  چي دا پخپله دتاًًمل وړ خبره ده  ( ټول فلسفي  اود اروا پوهني ادبيات او فلسفي قاموسونه ) .

  افلا طون وائي :

  فکري تخيل دمستقيم دانش يو شکل دي چي دناګهاني او له انتظاره پرته روشنۍ په څير راپيداکيږي او دعقل او زده کړي امادګي ايجابوي  . پدي  توګه افلاطون دخپلو ذهني پروسو دتاثير لاندي چي په عيني شکل وجود لر ي متاًثر دي ، په پورتني عبارت کي د مستقيمي کتني دلاري د  تجربي شعوري پروسي   تخنيک افاده کوي او نپوهيږم په کوم دليل هغه دفکري تخيل سره يوشي ګڼی  !  زما په نظر تجربي  معرفت  يوه مرحله ده ،فکري تخيل بله مرحله ،تصور او نور مراحل . . . او شپږم حس بعدي مرحله ده .يعني دافلاطون پورتني عبارت دشپږم حس سره مستقيم مناسبت نلري  . ما  دغه نقل قول دلته د يوه اروا پوه په تقليد  راوړي  . معنا داچي اروا پوه دشپږم حس دپروسي په ماهيت ندي پوه شوي  . افلاطون   ستر رسالت سرته رسولي او د بشريت  په وړاندي  ئی خپل دين ادا کړي دي  ،بده دارواپوه اشتباه ده . خو ددي ټولو اشتباهاتو او ګناهونو جرړه د فلسفي مسائلو ،موضوع ، او مفاهيمو په عدم درک  کي نغښتي ده چي د عينيت په فلسفه کي نژدي ۲۵ کاله پخوا  څيړل شوي  او له بده مرغه حتي دپوهانو تر اګاهي تر اوسه  نده رسيدلي . ليکن يو ه عادي پيښه  دثانيو دننه دننه دهرچا تر غوږو رسيږي .                                                                                              

دکارت وائي :

«شپږم حس زما په نظر دحواسو په ناپايداره ګواهئ او غولونکي نامنظم تخيل باندي عقيده نده بلکه ددقيق او واضح عقل تصوردي ،دومره ساده او دومره واضح چي هيڅ شک نه پريږدي چي ايا مونږ فکر کوواو که يا په عيني شکل سره دواضح او دقيق عقل پايداره تصور دي چي دعقل اوتصور دطبيعي نور پواسطه منځته راځي او دخپلي سادګۍ له مخي دخپل اصل څخه هم لا پسي دقيق او واضح ښکاري  .» دکارت دفکري تخيل او مستقيم دانش  تر منځ فرق ته قايل دي خو نوموړي دغه پروسي په ډيري خوشبينۍ سره څيړي او  داخلي حسي معرفت ته دعيني واقعيتونو دمستقمي حسي کتني دمعرفت  سره دپوره شباهت خو لا څه چي دهغي څخه ئي لا هم واضح ګڼي .  البته  دکارت د سايًنس دان په حيث چي نوموړي پروسي دعيني واقعيت په څير څيړي  دستايلو وړدي . خو پدي کي شک نشته  چي هم په فلسفي  لحاظ او هم د کارت  په نقل قول کي څرګنده او بربنډه مبالغه معلوميږي  . فلسفه شعرنه دي چي د  شعر ي احساساتي وجدي حالتونو ، دبديع او بيان ادبي مختلف  صنعتونو او رنګينيو ياد قافيوي ،عروضي  ،رديفي،ازاد شعر  او مسجع  نثر د قيوداتو له مخي په کي څوک استسناًتو او فوق العادګۍ ته قايل   او هرڅه دشعري قريحو ،احساساتو ،عواطفو ،غرا يزو په کچه په نظرکي ونيول شي . فلسفه د ژورو فکرونو ، ژورو تحليلونو ،قانونمنديو ، قانومندو فورمول بنديواو تيوريو علم دي او هرڅه دژور درک په تله تلل کيږي .  مونږ پوهيږو چي واقعيتونه او حقيقتونه دومره په اسانۍ نه شي ترلاسه کيدلي  . حتي په مستقيمه نظاره کي هم   دپديدو ظاهري شکل  مونږ تل په نسبي  توګه ليدلي شواو زمونږ حواس  او مرکزي عصبي سيستم کومه ديجيتال  کمره نده چي د دکارت په قول  ،شکلونه او څيري داصلي واقعيتونو څخه هم ښکلي  ښکاره کړي . نو ځکه ويلي شو په پورتني دواړو حالتونو کي  دفلسفي مسايًلو سره رښتيا هم  شاعرانه احساساتي کړه وړه شويدي .

هګل په خپل فلسفي سيستم کي په  ديالکتيکي ډول مستقيم او غير مستقيم معرفت ته انطباق ورکړي او داخلي حس دحسي مستقيمي نظا ري او کتني د معرفت  په څير څيړل کيږي . اول خو شپږم  حس يا دشعور او لاشعور ديالکتيک دمستقيمي کتني دمعرفت سره هيڅ ډول مستقيمي  اړيکي نلري  ؛دوهم  : هګل ديالکتيک يواځي په مطلقه ايده او هغه هم دمطلقي ايده  دمراحلوپه طبقه بندۍاو تکامل کي ويني . پدي ډول هګل دعيني ايديالست په حيث هغه پروسو ته  چي په عيني ډول  په هر ذهن کي جريان لري اودشعور او لاشعور ديالکتيک او شپږم  حس منځته راوړي ندي قايل  . پداسي مواردو کي معمولا ً تيو رئ دقيقي نه وي او تخيلي ،تصوري  او انحرافي بڼي لري  . پوښتنه پيداکيږي  چي خير  هګل پورتنۍ فورمولبندي په کوم علمي بنياد او دکوم منطق له مخي کړي ده .

فير باخ وائي : 

بي قيد و شرطه ،بي له شکه ،دلمر په څير څرګند . . . يواځي حسي مظاهر دي ، نو ځکه دشپږم حس دمعرفت راز هم په احساس کي متمر کز دي . ( فيرباخ ،منتخب فلسفي اثار ،مسکو ،۱۹۵۵ جلد ! صفحه ۱۸۷ ) .  دمخه ما وويل  چي احساس ، تجربي  ادراک او پر اګما تيک تجربي معرفت دشپږم حس او دشعور او لاشعور دديالکتيک سره هيڅ اړيکي او مناسبتونه نلري . شک نشته چي دشعور ،درک ، فهم اوذهني زيربناء  ذخيري داحساس دلاري اکماليږي او په نتيجه کي دشعور او لاشعور او شپږم حس دپاره خټه برابريږي  ،نو مستقيمه کتنه  او پرګما تيک معرفت په دغه پروسو تاثير لري  .خو څرنګه چي اکثر پوهان او ټول فلسفي عقيدتي انستيتو تونه دذهنيت ، شعور ، ټولنيزو قوانينو او ځيني نورو پديدو په ماديت باور نلري ،دفلسفي اساسي مسًلي ،موضوع او ځيني نورو قضياوؤکي  بنيادي اشتباه کوي اوتيو رئ تخيلي او انحرافي بڼه غوره کوي او حدث ددغه تيورۍ اساسي بنياد تشکيلوي ،نو ځکه  ويلي شو چي احساس او شپږم حس تر منځ  ډير لوي واټن پروت دي  .  فيرباخ څرنګه چي ماترياليست متا فزيست وؤ ،دهګل  په ايديا ليستي ديالکتيک يا نپوهيده او يا ئي پري باور نه درلود ، په هر صورت دهغه د شپږم  حس تيوري  يا اساس او بنياد نلري او يا ئي لا اقل درسته افاده کړي شوي نه ده .

        آ . بر ګسون  ليکي :  شپږم حس لکه يوه غريزه ده چي په مستقيم ډول او دمقدماتي امادګۍڅخه پرته دارګانيزم دسلوک شکلونه ټاکي .

زيګموند  . فرويد شپږم حس دخلاقيت  پټ غير شعوري ابتدائي پرنسيب بولي .اوځيني بوژوازي فلسفي مکتبونه شپږم حس  القاء او الهام  او کاملا   ً خار ق العا ده  غير شعوري پروسه مني . حال داچي خداي داجهان  قانونمند او دانسانانو دپاره  مسخر پيداکړي اوپه معرفت  ئي مقدر او مکلف ګرځولي دي .

دماترياليستي ديالکتيک پيروان  دشپږم حس دمفهوم اساسي علت او معقوليت دشعور دغيرمستقيم والي په اوصافو کي ګوري،کوم يو چي داحساس او معقوليت يووالي څرګندوي (دشعور دغير مستقيم والي اوصاف هيڅکله داحساس او معقوليت ديووالي دڅرګندوني په معني ندي ، ځکه چي ماترياليستان تر نن ورځي پوري  هم په هغي باور نلري ، بلکه داحساس او معقوليت يووالي دمستقيم   شعوري معرفت تجربي  پروسه تشکيلوي ) او پدي عقيده دي چي دمعرفت  علمي پروسي اودنړ ۍدادراک او شناخت مختلف هنري شکلونه ( ادراک او معرفت دهنري شکلونو سره مستقيم اړيکي نلري )  هروخت په څرګند، منطقي او حقيقي ثبوتي شکل سره نشي ترلاسه کيدلي ( دا ځکه چي هغوئ د شعوري او ټولنيزو مسايلو په برخه کي ايدياليستان پاتي دي ) . اکثر وخت انسانانوته په ډيرو مغلقواو پيچلو  مسايلواو وضع کي دفعتا په ذهن کي ًدحل لار ورګرځي  . ( دا استدلال علمي بنياداو علمي منطقي  تسلسل نلري . ددي  په مقابل کي کفايت کوي وويل شي چي خداي دا جهان قانونمند پيدا کړي او په علم کي معجزي وجود نلري  .دوئ ددي پر ځاي چي دشپږم حس دوقوع اوظهور دليل او علت توضيح کړي  د اساسي مسًلي دمرکز څخه ليري په شکمنو مدارونو کي  طوافونه کوي  او دتت او خړپړ سراب له مخي دخپل شک تخيلي اوتصوري مجازي  تصويرونه وړاندي کوي  )   دشپږم حس رول هغه وخت عمده دي کله چي دمعرفت دموجوده اوپيژندل شوؤ طريقو څخه خارج ديوه مجهول څيړلو ته ضرورت پيښيږي .دشپږم حس د معرفت دلاري ټول هغه مشخصات نشي تر لاسه کيدلي کوم چي ديوی قضي دثبوت دپاره ضروري ګڼل کيږي .شپږم حس يا داخلي حس بله خاصه او جدا لاره نلري ( حال داچي دغه مناسبت هيڅکله مستقيم نه بلکه يواځي دشعور او لا شعور دديالکتيک دلاري په غير مستقيم ډول تامينيږي )کومه يوه چي داحساس ،تصوراو تفکر دمنل شوي لاري څخه پرته دي ترلاسه شي .  شپږم حس دهغوئ په عقيده يو خاص تيپ دتفکردي کله چي دهغي مختلف عناصر په لږو ډير لاشعوري شکل سره شعور ته داخليږي .دداخلي حس له مخي دحقيقت او افکارو نهائي هدف په څرګند ډول سره پيژندل کيږي او دوئ دپاره کافي دي چي حقيقت پري وپيژندل شي خو ددي دپاره چي ځان او نورو ته  پري قناعت ورکړي شي کافي نه ګڼل کيږي ځکه ددي دپاره ثبوت پکاردي . څرنګه چي دغه ټولي پروسي  په عيني شکل سره  واقع او دشعور او لاشعور دديالکتيک دلاري يو پر بل  متقابل تاً ُثرات واردوي  ،نو ځکه  دعيني واقعيت  په څير  ټول انسانان  او په هغه جمله کي ماترياليستان دهغي څخه متا ًثر او متحسس دي ، واقعيتونه ئي په ذهن کي انعکاس پيداکوي  خو ددرک څخه ئي عاجز دي ، ځکه چي دوئ پدغه ساحه کي په کلي ډول  ايديالست پاتي دي او غيرعلمي فکر کوي  . که پورتنئ څو جملي په غور سره ولولومعلو ميږي  چي دعلمي منطقي تسلسل څخه بي محتوا دي   .ددي اساسي علت دادي چي ماتريا ليستان د خپلو ماتريا ليستي عقا يدو سره سره دشعوري او ټولنيزو پديدو په باره کي  ايديا ليستي عقيده او نظر لري .

داوؤ په ځغلنده کتنه کي د شپږم حس په باره کي دپوهانو تاريخي ،علمي ،فلسفي عقيدتي نظر  او د هغي په باره کي زمونږ تبصره  .په اکثره ذکر شوؤ نظريو کي د حقيقت زړي او داني په څر ګند ډول ليدل کيږي ، ځکه په حقيقت کي هر نظر د عيني واقعيتونو څخه سرچينه اخلي خو له بده مرغه هر څوک دغه واقعيتونه دخپل ذهنيت په نا ثيقل شوي هنداره کي ګوري او يواځي دهغي له مخي قضاوت کولي شي  .په همدي علت واقعيتونه لکه لعلونه په ايروکي پټ او تيت و پرک  پراته دي . لازم دي هغه يو يو راټول ، دذهنيګريو پايداره رټي ئي له مخ څخه پاکي او وروسته له هغي دمنل شوو اصولو   ( د عينيت د فلسفي  د ليد لاري  ) له مخي دمعرفت د ناوي په غاړه اميل شي  .

دپورتني تحليل څخه په نتيجکيرۍ سره څه ډول دا منلي شو ،  دقناعت وړ نتائج خو لا په ځاي پريږده ،چي حتي مونږ دي ګوندي دفلسفي ،اروا پوهني ، شعور ، لاشعور  او ډيرو نورو مسايلو په باره کي  ابتداي بنيادي څيړني پيل کړي اوسي  ، کله چي دننني علمي تخنيکي انکشافاتو په عصر کي  مونږ لا دعلومو  دانجړ مشوړي دتار سر ندي پيداکړي  . سره ددي چي ،ډير پخوا لا  ددي پوره امکانات  موجود وو چي دعلومو بي سروسامانه وضعي ته دپاي ټکي کښيښودل شي او  نن چي  دغه امکانات لا په زياته پيمانه موجود دي دمخه تر دي چي خبيث شيطاني قوتونه د عام بشریت دذهنيت  کټۍ پخپل خباثت سره  تومنه ( تخمير ) او عام بشريت په  خپل بلا قيد وشرطه خدمت ګذاره غلامانو بدل کړي بايد هرڅه دټولنيزو ښيګڼو دبهير اصلي مسير او جريان ته پريووځي   . شيطاني قوتونو ته هوښيار  ځان ، خو احمق عام بشريت پکار دي او ډير هوښيار  احقان ئي د سرمائي دمسمريسم په چټل خورۍ د خپلو ناولو ارمانونو دپوره کولو په خاطر  ګمارلي دي  .حق لرو ووايو چي شعور  « ځانځاني  ښامار » او قامخوره  ماهي جوړ شوي ،شعور دغه خبيثانو لا وخته دخپلو ګټو په خاطر احمق ګرځولي ، شعور نن اغواکري ده ،شعور بلواده ،شعور بغاوت دي ،شعور دروغ دي  ،خيانت دي ،جفا ده ،جنګ دي ،تباهي ده ، تنګنظري ده ، حرص دي او ټولو نورو شعوري  بد بختيو څخه  منتج دټول باشعوره انسان او انسانيت دپاره دشرم ،کرکي اونفرت څخه ډکه نننۍنړيواله وضعه ده  . . . ا و نور . هو ! دموجوده  نړيوالي  وضعي   او د با شعوره انسان د کلتوري ژوند د محصلي  څخه په قضاوت  سره  خو همداسي معلوميږي چي ګوندي په رښتيا هم  په  موجوده ناوړه او ناروا شعوري طريقه پرته د بوالهوسۍ ،غريزي ،خودخواهۍ ،شهوت او  نورو  منفي اعمالو بل څه  متصور ندي   .  خو زما په عقيده  موجوده  واقعيتونه بل ډول ګواهي ورکوي او هغه پدي معنا چي عام اولس هيڅکله احمق نشي پاتي کيدلي   . دا جهان نه ختميدونکي غذائي او انرژيتيکي زيرمي لري  . په هغي د علمي ــ تخنيکي لاسته راوړنو برلاسي هر ډول امکانات زمونږ په واک کي راکړي  او دپراخ  نظر خاوندان  پدي عقيده دي ، هر څومره غذائي ، کالا ئي ، انرژيتيکي ، او نوري هرډول ذخيري چي وغواړي  ،جوړولي شي  ،نو دهر ډول حرص او تنګنظرۍ څخه مبراء اوپه عام بشريت  دپوره روادارۍ په ټولو اوصافو متصف دي  . دوئ بلا تشبيه دخدائي عام سخاوت ،پيرزوئيني ،عدالت او انصاف له مخي  جهان دجهان  په پراخه لمن کي  په هر اړخيز امکاناتو سره ويني ، څيړي  او ارزيابي کوي . پدي توګه  شعور دشعور په حاکميت کي او يا په بل عبارت په شعور سالا رۍ کي ديوي خوا دشعور دذهني تنګنظرانه تاريک سلول په محاط محيط کي  دبنده بندګي او منفي تفکر ، منفي عمل  او منفي ژوند جوړ شوي او په اصطلاح زمونږ  په کوچنۍ نړۍ  کي ئي د بابا ادم  « ع » څخه تر دي دم پوري په  ناوړه قهر اميزه ورانوونکي ديناميزم او طوفان بدل شوي چي پايلي ئي  نن مونږ په افغانستان ، پاکستان ، عراق ، فلسطين او دنړۍ په ګوټ ګوټ  کي وينو او ډير زر به په ټوله نړۍ  خپله لمن وغوړوي او قيامت به جوړ کړي  . د بلي خوا که لږڅه  انساني ،منطقي او علمي  فکر وشي  بشريت  دموجوده زيرمو او امکناتو په لرلو سره  ځانته  بلا تشبيه جنتي ژوند جوړولي شي  . او هيڅ ډول  حرص ، تنګنظرۍ ، جنګ ،ظلم ،ناروا او نورو غير انساني  کړو وړو دپاره  هيځ ضرورت او حاجت نه پاتي کيږي . دا دمسًلي سياسي اړخ دي  .  زمونږ هدف د موضوع  فلسفي او علمي اړخ  څيړل دي  . ښه به داوي  دموضوع دښه پوهاوي په خاطر  دشعور او لاشعور او شپږم حس  دمنځته راتګ  په ميخانيکيت يو څه بحث وشي .

      ـــ   شعور :

ټول مادي انعکاسات  چي دحواسو دلاري  انساني ذهني سيستم ته داخليږي  ،په مرکزي  شعوري عصبي سيستم کي  متقابل  عکس العمل پيداکوي اوپه دغه سيستم کي  د قانونمندي شعوري پروسي په شکل ذخيره کيږي  شعور بلل کيږي .

   ـــ  لا شعور  :

هغه مادي انعکاسات چي دحواسو انساني طيف  ئي له درک څخه  عاجز دي او دانسان په مرکزي عصبي شعوري سيستم کي عکس العمل نه پيدا کوي ، بيا هم دانسان   ذهني سيستم ( ذهني خټي ) ته داخليږي  ، په مرکزي لاشعوري عصبي سيستم کي متقابل عکس العمل پيداکوي او په دغه سيستم کي دقانونمندي لاشعوري پروسي په شکل ذخيره کيږي لا شعور بلل کيږي  .

ټول هغه څه چي  په شعوري سيستم کي انعکاس نه پيدا کوي حتما ً په لا شعوري سيستم کي منعکس کيږي . انسا ني شعوري  طيف دلاشعور په نسبت په فيصدي کي نشي راتلاي او ډير کوچني دي . نو ځکه خو شعور سالاري  د تعصب او تنګنظرۍ په مرضونو اخته ده . مونږ يواځي  سره او بنفش او دهغوئ تر منځ رنګونه او شعاعات ليدلي شو ،صوتي امواج  چي دڅپي اوږوالي ئي ديوه « هرڅ » څخه تر  شلو زرو  « هرڅو »  پوري اوسي انساني روغ غوږونه ئي اوريدلي شي . په همدي ډول  دنور و انعکاساتو ،تاثير  او تاًثراتو خورا کوچني طيف په شعوري او پاتي خور ا پراخه ساحه  په لا شعوري مرکزي سيستم کي منعکس کيږي   . د شعور او لاشعور نسبي پرتله په ساده توګه داډول کيدلي شي  چي شعور دانسان مقدرات دي او لاشعور دخداي د مقضي الامر  ارادي په کچه  ،تناسب او قانونمندۍ له مخي تحقق پيداکوي . خداي په کل کي دجهان دعام قانونمندهمزمان ستاتيک ،ديناميک ،متحول يعني ديالکتيکي نظام خالق دي او پخپله دغه نظام ئي دشعور او لاشعور دقانونمند و مقضي او مقدرو ارادو يعني دقضاء او قدر دعام قانون له مخي  دټولو خلقتونو دخلقت په ټولو مراحلومقدر ګرځولي دي  . لا شعور  په ټولو امکاناتواو لويه قانونمندۍ سره دخداي مقضي اراده تمثيلوي او شعور  په عالم الاسباب کي دټولو خلقتونو مقدرات ګڼل کيږي  .  انسان  دخپلو شخصي ګټو په خاطر  دخپل شعور او مقدراتو څخه سوء استفاده کوي ،   شخصي ځانګړي موخي او په نړيوال نظام کي تخريبي  بڼه لري اود نظام  تناسب له منځه وړي   ، لاشعور برعلاوه   لدي چي دخداي دمقضي ارادي له مخي د ټولو خلقتونو مسبب ګڼل کيږي ، دشعور ټو لي وراني ويجاړي او نيمګړتياوي چي دجهاني نظام  په ارګانيک تناسب کي ئي رامنځته کوي ،هم د خپل عضويت له لاري په قانونمند متناسب عضويت او ترکيب بدلوي   . پدي توګه ويلي شو ،پدي جهان کي دخورا مغلقو خلقتونو دخلقت  مسبب پخپله په اصطلاح لاشعور يعني دخداي دلوي علم لويه قانونمندي ده . په  نتيجه کي ويلي شو ،زمونږ لاشعور په حقيقت کي  دټولو خلقتونو دخلقت  اوددي لوي جهان  دمتناسب ، قانونمند ، ديالکتيکي استقرار  مسبب ګڼل کيږي . هر څوک چي دغه قانونمند ي ورانول غواړي  د مقدراتو په سرحد کي به حتماً دقضا ء څپيړه  په مخ مني . دا داسي قانونمندي ده چي پدي لوي جهان کي که يوه ذره بي ځايه کيږي يواځی ددي قانون له مخي به وي  .

طبيعيون  پدي نظر دي چي ټول خلقتونه دطبيعت مخلوق دي او دخداي دذات  څخه منکر دي . داروين هم يو ددغه جملي څخه وؤ چي انسان  دطبيعت ددوامداره تحول متکامل ترين مخلوق ګڼي . زه هم دا منم  او دخداي قانون هم دامني  .خو د نه منلو وړ خبره داده چي اول داروين او نورو پلويانو په نظر به  طبيعت څه ته ويل کيږي ؟ دطبيعت په نوم مشخص کوم شي وجود نلري . مختلف خلقتونه ،پديدي ، عناصر ، مرکبات او داسي نور چي  متکاملترين خلقت ئی انسان ګڼل کيږي ځيني کسان طبيعي پديدي بولي . اوس دي دداروين پلويان  لطفا ً ووائ چي کوم يو له دغو پديدو څخه  مختلف خلقتونه او يا يو له هغو څخه پيدا کولي شي . انسان چي خداي پدي جهان کي خپل خليفه ګرځولي دي  ، ايا يو داکتر ،پروفيسور ،اکادميسن چي ټول علمي تخنيکي وسايل او امکانات هم  په  واک کي لري  کولي شي يوه ډيره کوچنۍ عضوه جوړه او هلته يوه ساده قانونمندي  برقراره کړي . ۱۵ مليارده عصبي ريښکۍ په يوه موټي مغز کي ځاي پځاي کول ، په    DNA کي  چي ذره بيني کوچني عضوي واحد دي ، دانسان دجوړ ښت  مغلقتر ين ارثي سيستم   په ټول تاريخي ، عضوي او نور ارګانيک ديالکتيکي متحول  پروګرام او داسي نور بي شميره سيستمونه ځاي پځاي کول ،او ټول دغه بي شميره خلقتونه  په همزمان ستاتيک ديناميک وجدي متحول  حالت کي دابدي متعادل ،متوازن جهاني نظام په حيث  ساتل په اصطلاح دهري طبيعي پديدي او په کل کي ددغه ټول  خلقتي خا ًتيک ( نامنظم  ) نظام دامکاناتو څخه وتلي کار ګڼل کيږي .   دا خبره هم سمه نده چي ځيني دخټو او ګټو څخه خدايان جوړوي ، يا ځان ته دخداي نسبت کوي او يا ځيني هڅه کوي دخداي په ذات او صفاتو    او څرنګوالي باندي خبري کوي . دا ډول اعمال  ،مفکوري او عقايد هيڅ ډول علمي ،عقيدتي او منطقي بنياد نشي لرلي  او نه دباور او منلو وړ دي . خداي  هغه ذات دي چي د خپل لوي علم له مخي ئي دا خارق العاده خلقتونه ،  او لوي جهان پيداکړي اوپه خارق العاده ډول پخپل نظام کي ساتي .  افلاطون ،ارسطو او نور دمثُل نظريات  وړاندي کوي  . په عالم الاسباب  کي د  مثُل په عالم باندي علم او معرفت  دانسان دپار ه نه مسخر ،نه مقدر او نه ممکن ګڼل کيږي اونه دمثُل دنظر دخاوندانو  په قول دمثُل په مثال څوک رښتيني تيوري ګاني جوړولي شي  . دبلي خوا افلاطون مثُل قائم باالذات ګڼي او ارسطو هغه په معقولاتو پوري تړي  او پدي عقيده دي چي معقولات يواځي په عقل کي وجود لرلي شي او دبلي خوا عام مفاهيم اصلا ً خارجي وجود نلري . خو  فارابي ددي دواړو پوهانو دنظرياتو تفاوت بنيادي نه ګڼی او هغي ته يواځي ظاهري ارزش قايل دي . زه نه غواړم دبحث په اوږدولو سره داصل موضوع څخه ليري ووځم خو دومره بايد ووايم چي دوئ دريواړه په خپلو خبرو کي رښتيني او حق په جانب ندي .او ددي علت دادي چي  دوئ موضوع بي بنياده او ناسمه مطرح کوي  ،دموضوع په مدار ګرځي او په متواتر ډول  کله موضوع ته داخل او کله تري ووځي  . څرنګه چي دوئ دخپل ذهن  دقانونمند منطق څخه بحث  کوي ، حق په جانب دي  ځکه چي پخپله ذهن عيني واقعيت دي  . خو داچي دوئ  ذهن عيني واقعيت نه ګڼي  دموضوع دمدار څخه ليري ووځي او په ناسمه روانيږي . زما په عقيده واقعيت دواقعيت څخه ليري  او جدا فکر کول  پخپله ناسم کار دي .

انسان ، سازمان او ټولنه  دخپلو مقدراتو په محیط کي په غفلت او سرکشۍ ګرم او ملا مت ګڼل کيږي  . دا دهرڅه څخه دمخه  يوه زماني مقطع  او معين  محاط محيط جوړوي . واقعيتونه او حقيقتونه  زماني او مکاني قيديت لري اود هغي دتغير په تنا سب تغير کوي . ننني حقيقت او واقعيت نه پرون داسي وو او نه به سباته  داسي اوسي  . ممکنه  نده څوک پخواني واقعيتونه  په پخواني کميت او کيفيت سره نن دڅيړنو لاندي ونيسئ . هر انسان ،هر جمعيت او هره ټولنه د خپلو مقدراتو له مخي يواځي دخپل زماني او مکاني واقعيتونو په څيړنو باندي قادر ګڼل کيدي شي  . دتيري او راتلونکي قانونمندۍ راسپړل او پيشګوئي کول په کل کي د خداي  په قضاء پوري اړه لري ،خو په پرنسيب کي دحال دقانونمندۍ دژورو څيړنو له مخي دا هم ممکنه ده چي تيري قانونمندئ راوسپړل شي  اودراتلونکي قانونمندۍ پيشګوئي وشي نه داچي دحقيقت او واقعيت په  غياب کي څوک تخيلي او تصوري تيوريګاني جوړي کړي  . پدي جهان کي په کل او پرنسيب کي ناممکنات وجودنلري خو په منځ کي ډيري مغلقي لوئي قانونمندئ او اوږد ي زماني  او امکاني  فاصلي پرتي دي . نپوهيږم څه ډول ځيني پوهان  ددغه ټولو موانعو ، مشکلاتواو حتي ناممکناتو څخه قدم اړوي او په داسي ډيرو مهمو او مغلقو مسايلو کي په تشو تخيلاتو ،تصوراتو ،حدسياتو او فنتازي ډډه لګوي او په پټو سترګو ناممکني فيصلي ممکني ګڼي . دخداي په قوانينو کي بي له شکه داسي احکام ،اوامر  او حتي هدايات وجود نشي لرلي چي خپل بندګان دي په ناممکناتو مجبور وګرځوي او يا دي دهغي په خاطر تعذيب کړي  . داسي سهوي ،خطاوي او ګناهونه يواځي دبنده څخه سر وهلي شي . پدي توګه واقعيتونه دمستقيمي تجربي او يا دوسايلو  په وسرسۍ  سره د مشخصو متودونو او روشونو دلاري څيړل کيدلي او مطالعه کيدلي شي  . زمونږ  ضرورت او رسالت  اوز مونږ چاپیريال په حاضر وخت کي زمونږ دپاره موجوده واقعيتونه او حقيقتونه  تشکيلوي .  تير واقعيتونه دنن او ننني دسبا په څير ندي  . زمو نږ ضرورت او رسالت ننني واقعيتونه جوړوي او يواځي  موجوده واقعيتونه  مونږ دپاره مسخر او مقدر ګڼل کيدي شي . دماضي او مستقبل په لور هره لار  دحال  دقانونمندۍ  دمبدا څخه شروع کيږي . که حال ونه پيژندل شي د  تير او راتلونکي  پيژندل ناممکن دي . ددي څخه بله  منل او کول  بيهوده کار دي . دچاهدف چي کار نه کول وي ، په ناشوني کار  پوري نښلي .  ددي ناشونو کارونو څخه به داوي چي يو مليو ن کاله پخوا به څه تيريدل ؟داسمانونو دبره او لاندي  څه شي وجود لري ؟ شروع اوختم ددي جهان  چيري دي  ؟ اوديته ورته پوښتني . کله چي زه نه پوهيږ م  بياهم دا  نشم منلي چي نه پوهيږم . بايد خپله ناپوهي په هره وسيله چي وي پټه کړم .  يا بايد مجمل ،مهمل او مغلق  کلمات استعمال کړم ؛ يا بايد ادبي صنعتونه لکه مبالغه ،غلو ،اغراق ، کنايه ،رمانتيزم ، سورياليزم ،تشبيهات ،استعاري اوداسي نور وکاروم ؛او يابي منطقه منطق او سفسطه وغږوم چي څوک پري پوه نشي او په نتيجه کي تري نا مفهومه شعري او فلسفي انجړي مشوړي جوړي  شي . ناپوهي پخپله  يوه ګناه او نه منل ئي بله ګناه ده . دي کي شک نشته  چي خداي نه څوک ليدلي شي او نه ئي چاته ښودلي   خو انکار تر ي هم دلوی حقيقت  ، لوي علم  ،لوي قانونمندۍ او منطق څخه انکار دي . دخداي دين  ،دخداي لار  او شريعت فردي او اجتماعي ضرورت دي . دخداي حکم  دخداي دلوي علم ،لوي قانونمندۍ او لوي منطق له مخي دجهان د معرفت ،حفاظت او متعادلي ،متوازني استفادي په معنا ده . کومو دپار ه چي مونږ مجبوريت او ضرورت لرو . که څوک هر بل منطق لري ودي لري  . د علم ، قانونمندۍ او منطقي ،متعادل منصفانه کړو وړو په مقابل کي کوم منطق  منطقي  ګڼل کيدلي شي ؟ خداي مونږ دخداي دخارق العاده خلقتونوله مخي پيژندلي او باور پري لرلي شو . دخداي مقضي الامر اراده  زمونږ په تارو پودکي زمونږ  دواقعيتونو حقيقتونه او دخداي د لوي علم لويه قانونمندي زمونږ دشاوخوا خلقتونو قانونمند بنياد تشکيلوي . هغه څوک چي دخداي څخه منکريږي د دغه واقعيتونو او قانونمندۍ څخه څه ډول کولي شي منکر شي  ،کوم يو چي زمونږ  دضرورت او مجبوريت زيرمي ګڼل کيږي .

  څرنګه چي جهان په کل کي اوهر خلقت او هر مادي واحد او دهغي هره عضو او جز ، مشخص وجدي حالتونه لري  او هر يو په همزمان ستاتيک ،ديناميک متحول حالت کي قرار لري  او دا هرڅه دخداي د مقضي ارادي  له مخي سرته رسيږي ، نو ځکه  خو ويلي شو کله چي مشخص مادي واحد ،خلقت او پديده   ثابت وجدي حالت  نلري ثابت نفس هم نشي لرلي . حتي مونږ ددي شاهد يو چي  ځيني اعضاء دبدن مري  ،ځانګړي عضوي ځانګړي وجدي متغير حالتونه لري  او ځيني دهغوئ وروسته دځانګړي مادي واحد له مرګ څخه  مستقل فعاليت ته دوام ورکوي  او دي سلسلي داستدلال ته په ډيرو نورو مواردو او قضاياوو کي نور هم  دوام  ورکول کيدي شي  . په نتيجه کي ويلي شو چي دروح او نفس دتناسخ او حلول مسائل دواړه دخداي ددغه عامي قانونمندۍ سره سمون نلري  . دتناسخ او حلول منطق  ډير ساده لوحانه او پريميتيف بريښي . که د خداي د ذات حلول په هره ماده او جسم کي دعادي منطق څخه ليري  ده  او دخداي ذات  «العيا ذباالله » په ساده مادي جسم بدليږي . ساده مادي جسم دانسان دپاره دقر آن په حکم مسخر او مقدر ګڼل شوي ، حال داچي دخداي ذات  دانسان دپاره مسخر او مقدر نه ګڼل کيږي  او انسان دخداي دتو صيف  څخه دهميش دپاره عاجز دي . يواځي مجازي خدايان کيدلي شي دحلول په اوصافو متصف اوسي . او داچي خداي دقضاء او قدر دقانون او دشعور او لا شعور  دديالکتيک له مخي  په هر مادي  واحد ،هره پديده او خلقت  کي د خپل  لوي علم  په  بناء د نظام او قانونمندۍ حاضر او ناظر دي  ،هيڅکله د حلول په معنا نشي ګڼل کيدلي .

پورته مونږ وويل دهر مادي واحد وجدي حالت که شعوري دي يا لاشعوري ، په دوامداره تغير کي دي  . شعور او لاشعور په هره پديده او خلقت کي دوه متضاد ديالکتيکي اړخونه تشکيلوي  يو دبل د تغيراتو څخه  متحسس او متاً ثر او يوپه بل کي انعکاس پيدا کوي اود شپږم حس دايجاد سبب ګرځي .

ښه به داوي يو تخنيکي غير فلسفي مثال راوړو  : د ايکس  «  X   » شعاع  ،الکترو مقناطيسي  امواج  او يا نور  ذرات او شعاعات چي انساني حواس ئي داحساس او تاًثر څخه عاجز دي  په نظر کي نيسو . هغه وخت کي چي لا دغه  شعاعاتو او ذراتو په لاشعوري عصبي سيستم کي انعکاس ندي پيدا کړي  او متقابل تاًثرات لا ندي پيښ شوي ، شعور او لاشعور ټاکلي او مشخص وجدي حالتو نه لري . کله چي دشعاعاتو او ذراتو دمتقابل تاثير په نتيجه کي تاًثرات پيښيږي ، پخواني وجدي حالت تغير کوي . په لاشعوري عصبي سيستم کي تغيرات په شعوري عصبي سيستم کي دتغيراتو سبب ګرځي . په مادي قانونمنديو چي څوک پوهيږي  ،ورته پوره معلومه ده چي دغه تغيرات پرته دکوچنيو ذراتو دتبادلي منځته نشي راتلاي  او کله چي دذراتو تبادله او يا کمي او يا زياتي  صورت نيسي  ،داطلاعاتو او معلوماتو تبادله  ورسره حتي ده . همدغه دشعور او لاشعور ديالکتيکي تقابل  او تبادل داطلاعاتو  په قانونمنداو منطقي شکل سره د شپږم حس  دمنځته راتلو سبب ګرځي .

د اسي معلوميږي  چي  د شعور او لاشعور ديالکتيک په حقيقت کي په هر مادي واحد ، هره پديده او هر خلقت کي ،  دقضاء  او قدر  ،جبر او اختيار او ديترمينيزم او انديترمينيزم دخدائ  عام قانون له مخي دخداي او انسان  ،خداي او نورو خلقتونو  د مقضي او مقدرو ارادو ژوندي تمثيل  ګڼل کيدي شي  . فکر کوم چي سر کشه او باغي  بندګان به پدي دنيا کي د خپلو سرکشيو او بغاوتونو جزا او نيکان به دنيکيواحسان دخداي دمقضي ارادي له مخي د همدغه عام قانون دمقد راتو له مخي  متقبل کيږي . پخپله دخداي دمقضي ارادي له مخي هر حکم چي صادريږي او هر مادي واحد په لاشعوري  شکل  متقبل  کيږي پخپله دنيکۍ او بدۍ دجزاء په معنا دي . دالقاء ،الهام او وحي امکانات هم دهمدغه قانون د همدغه دشعور او لاشعور  دديالکتيک  دلاري ممکن ګڼل کيږي . البته د خداي  دمقضي ارادي دتعميل په خاطر  په نورو مواردو کي  نوري لاري چاري  او قانونمند امکانات وجود لري . غواړم يو ځل بيا تاًکيدا ًووايم  چي خداي  پدي جهان کي دانسان دپاره ټول قانونمند امکانات برابر او انسان ئی پري مقدر او مکلف ګرځولي دي ،نو ځکه خو به انسان  دبغاوت او سرکشۍ په صورت کي مقصر ګڼل کيږي . که چيري دا جهان قانونمند پيدا نه وي  نو به انسان هم مقصر نه ګڼل کيدي  او پخپله بي قانوني به  دهغه دپاره دبرئت لوي دليل ګڼل کيدي .

د پورتنۍ نه چندان اوږدي  توضيح په  ترڅ کي مونږ دي نتيجي ته رسيږو چي شعور او لاشعور دقضا ً او قدر د عام قانون څخه منتج وجدي حالت او محصلي په توګه ددي لوي جهاپه خټه کي ذره په ذره اښل شوي ديالکتيکي تقابل جوړوي او په کل کي  دنظام دپايښت ،تحول او تکامل  سبب ګرځي .

  داطلاعاتو او معلوماتو تاًخير او تقدم  يوه بله تخنيکي مسًله ده چي دشپږم حس په موضوع کي د ارزوني  وړ  او چي څه ډول دا پيښيږي يو لنډ مکث کول به پري دګټي څخه خالي نه وي . د طبيعي علومو او ساينس   دقانونمنديو له مخي  پدي پوهيدلي شو  چي ددي جهان  د لوي نظام دډيري  کوچنۍ ذري تر کچي پوري لاعلي التعين په تصادفي  ډول تغير دمحل  او حرکت نشي کولي . هر څه د معيني قانونمندۍ له مخي په قانونمند شکل سره پيښيږي او تر شا دپلټني او څيړني په خاطر  ځانګړي مشخصي نښي نشاني پريږدي .  ددغه حرکتونوتنوع ،ارګانيک ترکيب او تناسب ددي لوي جهان مادي موجوديت ،رنګونه ، خوندونه ،روشني، تاريکي ،حرارت ،برودت ،انرژيتيکي پوتنسيال ، غذائي زيرمي  اود ټولو نورو پديدو او خلقتونو  مادي زيربناً جوړوي  .لوي خداي دخپل لوي علم دعامي قانونمندۍ له مخي دلوي جهان مادي موجوديت ، حرکت او ابديت  يو تر بله سره لازمي ابدي علت او معلول،قايم بالذات او خلل ناپذير ګرځولي دي   . دداسي يوه خود کفاء او خود بقاء نظام  موجوديت پرته دکامل او مقتدر خالق او صانع څځه ممکن او متصور نشي ګڼل کيدلي او يواځي ددواړو متقابل استلزامي موجوديت  يو تربله  سره متقابلا ً دکمال اوجلال مظهر ګرځيدلي شي  . دلوي خداي او لوي جهان  دمتقابل مستلزم ابدي نظام  بقاء يواځي د خداي د لوي علم دقضاءاو قدر د لوي قانونمندۍ  په بناء جوړيدلي شي .پدي توګه دلوي خداي دلوي علم له مخي دلوي جهان موجوديت يوتر بله متقابل دري ګوني لازمي  شرط ګڼل کيږي او يو له بل څخه پرته  ئی  اصلا ًموجوديت ،مظاهر او معرفت متصور ندي  او يواځي په کل کي يو تربله متما ً ،مکملا ً او مستلزما ًً قابل دنسبي شناخت ، افادي اومعرفت ګرځی . سره ددي چي  دخداي او انسان تر منځ مستقيمه شعوري رابطه وجود نلري اود معرفت څخه ئی عاجز دي خو دشعور او لا شعور ديالکتيک او وجدي حالت دخداي دلوي علم دلوي قانونمندۍ له مخي ددغه نسبي معرفت  زيربناء جوړوي . دغه زير بناء په حقيقت کي دانسان دپاره مسخر او مقدر  مادي موجوديت دي . په هغي کي مادي قانونمندي موجوده ده  . د شعوري قانونمندۍ سره په ارتباط کي ده . که چيري  دغه مناسبات دانسان دپاره په ګويا ژبه تر جمه شي ،لکه چي ډير له دغو منا سبتونو څخه تر جمه شوي هم دي . لکه ځيني متماتيکي ،فزيکي ، هندسي  قوانين چي په ګرافيکي ژبو خبري کوي  او مونږ په هغي پوهيږو .

ډاکتران ډير ښه پوهيږي  ،خو مونږ هم د بيولوژ ي څخه پدي پوهيږو چي دانسان په وجود کي بي شميره وړي او غټي غُدي موجودي دي چي په لاشعوري ډول دانسان دوجود نظام دخارجي او داخلي  عوارضو ،حوادثو او امراضو په مقابل کي دفاع کوي .پدي پروسو کي دخداي اراده لومړي په مادي پروسوکي انعکاس  پيداکوي او بيا دهغه پروسو سره په ديالکتيکي تقابل کي واقع کيږي چي دانسان دپاره قابل داحساس او قابل ددرک دي او يو مشترک وجدي حالت رامنځته کوي . نوموړي وجدي حالت معمولا ً دطبي الاتو  په ذريعه  په ګرافيکي ، عددي او يا نورو شکلونو سره افاده او ډاکتران پري بلا شکه پوهيږي .دډاکترانو پرته عادي خلک هم نن پدي خبره پوهيږي چي پانقراس په وجود کي شکره تنظيموي . کله چي شکره په وجود کي زياتيږي ،پانقراس انسولين توليدوي  او د شکري اندازه په وجو کي کي کميږي او نورمال حالت غوره کوي .برخلاف ،کله چي شکره په وجود کي کميږي پانقراس ګلو کاګون توليدوي اودارګانيزم فعاليت داډول تنظيموي چي  د شکري اندازه په وجو دکي لوړه شي  . د عينيت په فلسفه کي مونږ داموضوع  وڅيړله چي پوهانو ،په هغه جمله کي  ماترياليستانو هم ، څه ډول په غلطۍ سره  په شعور او ادراک باندي  د احساس  بدليدو ته دمادي له منځه تګ په سترګه کتل . حال داچي  ټولو په  قانون دتحفظ دانرژي او قانون دبقاء دمادي باندي پوره عقيده درلودله . او همدلته يوه ستره نه جبرانيدونکي عظيمه اشتباه او بلکه ګناه رامنځته  اوټولو فلسفي عقايدو او نظرياتو خاوندان  په مختلفو لارو روان او په نتيجه کي مختلف اوکاملاً  متضاد فلسفي مجموع الجزائر ئي جوړ کړ . په دغه قضيه کي د انسان او دهغه داحساس او ناقص شعور او عقل يعني  دنسبي ماديت او معنويت  مسًله مطرح بحث وه او بيا هم قضئي ناقصه او ناسمه پايله او پريکړه درلوده 

،دشعور او لا شعور په ديالکتيک کي دمطلق ماديت  او معنويت او يا په بل عبارت دمطلق شعور او نسبي شعور   قضيه مطرح بحث ګڼل کيږي . که په پخوانۍ قضيه کي دمادي او شعورتر منځ د پل جوړيدل  هدف وؤ  په دوهمه قضيه کي منظور دمطلق شعور او انساني نسبي شعور تر منځ  دپله تړل په کار دي ( دمتماتيکيaxioma   ـــ تعارفاتو له مخي دا منل شوي چي که چيري يو مطلق او يا لايتناهي کميت ياعددپه کوم عدد تقسيم او يا تري کوم  عدد کم شي  بيا هم دهغي په ارزش کي کمي نه راځي )   . دمخه مونږ ويلي وو چي خداي په کل او جز کي واحد دي ،خلقت او پديده نده ،انسان ئی دمعرفت او توصيف څخه دهميش دپاره عاجز دي  .دهر هغه څه په معرفت او توصيف چي  انساس قادر شو ، خداي نشي ګڼل کيدلي . نو ځکه په دوهمه  قضيه کي دشعور او لاشعور تر منځ د پله په تيريدو سره انسان دعالم خلف په حيث يواځي  دخداي  په علم معرفت پيدا کولي شي  نه دهغه په ذات او په صفاتو . ځکه دشعور اولاشعور رابطه دمستقيمي نظاري او تجربي حسي ــ ادراکي  پروسو دکچي څخه په ډيره لوړه سطحه مناسبات ،اړيکي او تعاملات ګڼل کيږي  . دغه ډول  مناسبات   ً موجود دي او مونږ  عملا ً دخداي دعلم څخه  مستفيد يو ،په دغه مناسبت او رابطه  زمونږ  په شعوري سيستم او ذهني خټه کي  مادي پروسي او تحرکات  موجود او حتي په طبي مدرنه وسايلو او الاتو کي دارقامو ،ګرافيکونو او نورو په څير  داسي انعکاس پيداکوي چي   مسلکي کسان پرته له ترجمانۍ  څخه هم پري پوهيږي . په همدي خاطر مونږ په جرئت سره ويلاي شو چي دشعور او لاشعور دديالکتيک په پروسه کي مونږ دخداي په علم دشپږم حس ،خوب ، الهام ، القاء ، وحي او نورو لارولازمه اګاهي پيداکوؤ . ددغه موضوعاتو په جزئياتو او ميخانيکيت باندي بحث  کول مادپاره يو څه مشکل او يو ډول ګستاخي هم معلوميږي  او يا لا اقل اضافي مطالعه ورته پکار ده ، خو بيا هم زه غواړم په خپله سويه  دغه موضوع  دهغي دميخانيکيتونو په کچه دبحث ډګر ته پريباسم ترڅو مسلکي پوهان دغه موضوع  پخپل آند په هر اړخيز ډول وڅيړي  .

دانسان دبدن د  متا بوليزم پروسه يواځي دتايرايت د غُدي دفعاليت په صورت کي فعاليت کولي شي . همداسي دتريخي ،جګر ،توري ،او بي شميره ارګانونو او غُدو يوتر بله سره تړلي او مربوط عضوي فعاليتونه ،يا دانسان دبدن دعضويت داندوکرين او ايکسوکرين جمعي مربوط فعاليتونه دخداي د خارق العاده لوي علم له مخي تنظيم او دشعور او لاشعور دديالکتيک ددقيق نظام له مخي فعاليت کوي . دغه لوي او ډير مغلق  نظام با الاخره يواځي هغه وخت فعاليت کولي شي کله چي دهيپوتالاموس hypothalamusغُده چي په مغز کي ده سالم فعاليت وکړي . ددغه غُدي دغفلت په صورت کي ټول ترشحات او انزايمونه په صحيحه توګه نه ترشح کيږي او بدن دسالم فعاليت څخه پريوؤځي  ،دزيات افراط او تفريط په صورت کي انسان دقضاء دجبر څپيړه په مخ خوري ،په لاعلاجه مهلکو مرضونو اخته کيږي ،مور معيوب بچيان زيږوي او نور او نور او ددوذخ عذابونه  بلا تشبيه پدي دنيا کي ويني .    مونږ پدي پوهيږو چي ټول خلقتونه  ،عضوي او غير عضوي جوړښتونه ترکومي کچي دقيق او مغلق دي . دغه حرکتونه  په هر صورت کي قانونمند دي  . غير قانونمند تصادفات هم وجود نلري  . دغه حرکتونه دخداي دلوي علم دلوئ قانونمندۍ له مخي يا په ظاهرکي  دمختلفو علومو او متماتيک د قانونمنديو مطابق منځته راتلاي شي اوبس . نو ځکه دهمدغه قانونمنديو پواسطه افاده کيدلي هم شي  .

تاًخير او تقدم ديوي حادثي او قضيئ هم دقانونمندۍ له مخي  پيښيدلي شي  . دا ټول حوادث دخداي دلوي علم ددقت په کچه منځته راځي . که داسي نه وي  دانظام به تر اوسه نه وي پاتي . همدا سبب دي چي مونږ بايد په خداي او دخداي په  علم ايمان ولرو  . ددغه خلقتونو د جوړښت  په سرشت کي  ټول معادلاتي حالتونه په ټولو مغلقترينو  اشکالو سره په ارګانيک تعاملي شکلي جزئياتو سره ، د۲+۲څخه نيولي تر انتګرال ، ديفرنسيال ،سينوسو ئيد ، پارابوليک ، هايپر بوليک ، کيمياوي ويلانسي قوانين ،بيو لوژیکي اونور او نورو علومو دقوانينو دجزئياتو تر کچي اښل شويدي . يعني قانونمندي په ټول تار وپود ددي لوي جهان  کي دخداي دلوي علم او مقضي ارادي له مخي موجوده  اوبرقراره ده اوانسانان ئي  دهغي په شناخت او معرفت مقدر او مکلف ګرځولي دي . پدي علومو کي دغه ټول حالتونه ،په هغه جمله کي دتاًخير او سبقت  مسًله  او داسي نور ممکن  او په لازم وخت کي تحقق پيداکوي  . همدا سبب دي  چي ځيني وخت  دشپږم حس او يا نورو پروسو دلاري مونږ ديوي حادثي دپيښيدو دمخه په هغي اګاهي پيداکوؤ . که مونږ وغواړو په يوه سيستم کي يو حکم ، يوه اګاهي ، يو حالت  او اداره رامنځته کړو هم ددغه قوانينو په معرفت او شناخت  دغه عمل سرته رسولي شو . مونږ کولي شو دهر مادي واحد دوجدي حالت  دافادي معادله وليکو . که چيري  مونږ ددغه معادلي دلمړۍ او يا ددوهمي  درجي مشتق  له  مخي يو اتومات جوړ او په دغه سيستم کي ئي نصب کړو  ،کيدلي شي په لازم تقدم سره عمل وکړي ، دمتصورو پيښو څخه لازمه اګاهي پيداکړو ، دوقوع څخه ئي جلو ګيري  او يا مرسته ورسره وکړو  .

Copyright Larawbar 2007-2024