د مېرمن د كلتوري او ټولنيز بهير د رېيمې غونډې بشپړ راپور
عظیم ممتاز
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير درييمه اوونيزه غونډه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مطبوعاتي تالار کې جوړه شوه.
په دغې غونډه کې د بهير ګڼو غړيو او د غونډې ځانګړيو ميلمنو تکړه کيسه ليکوال او کره کتونکي استاد زرين انځور، په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د فرانکفورت د څانګې مشر محمد عاشق غريب، د افغانان کلتوري ټولنود جرګې غړي ښاغلي خوشال روهي او د افغان ادبي بهيرڅو ځوانو شاعرانو او ليکوالو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د بهير د کارونو د لا ښه والي او انسجام په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د وب سايټ د جوړولو لپاره د مالي امکاناتو تر موندلو دې د بهير ځانګړی وبلاګ جوړ شي، دغه راز وپتيل شوه چې مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ته د نورو ښځو د راجذبولو په موخه تبلیغاتي بروشور چاپ شي او د بهير د غونډو کړۍ په لومړي ګام کې د کابل مختلفو سيمو او په دوهم ګام کې ولايتونو ته هم پراخه شي.
د غونډې دوهمه برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. د کره کتنې په برخه کې
آغلې لينا شريفي د ( پمن ) په نامه خپله لنډه کيسه ولوستله چې د بهير غړيو او د غونډې درانه مېلمه تکړه کيسه ليکوال او کره کتونکي استاد زرين انځور د کيسې په هنري او تخنيکي خوا وو خبرې وکړې او دا کيسه يې ډېره پخه ، په تول پوره اوکره کيسه و بلله .
د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه او د غونډې ګډونوالوپه وارسره خپل شعرونه واورول .
د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير درييمه غونډه چې د تل په څېر د شنبې ورځې د ماسپښين له يوې نيمې د مازديګر تر څلورو بجو روانه وه د افغانو ښځو له خوا د لا ښو تخليقي او هنري اثارو د پنځونې په هيله پای ته ورسېده.پاتې دې نه وي ، چې راتلونکې غونډه به هم د شنبې په ورځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په لوی تالار کې جوړيږي او دکره کتنې لپاره به آغلې لېمه نعيمي خپل شعر وړاندې کوي .