کور / خبرتیا او پيغامونه / د (روهي) درې مياشتنۍ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه

د (روهي) درې مياشتنۍ مجلې دويمه ګڼه چاپ شوه

 


د صميم ادبي ټولنې درې مياشتنۍ مجله (روهي) دويمه ګڼه چاپ شوه، دا مجله چې پوهنيزو، ادبي او فلسفي خبرو ته ځانګړې شوې، مسول مدير يې مجيب الرحمن اميري، مرستياله يې فرزانه پكتين او سلاكار يې سيد نظيم سيدي دى.
دا ګڼه هم د پخوانۍ په څېر په لوړو او معيارو ليكنو او شعرونو ښكلې شوې، چې په كې د سرليكنې سره سره د  دې ښاغليو او آغيلو ليكنې او ژباړې راغلي دي:
 فرزانه پكتين، سرڅيړونكي سيدا مين مجاهد، استاد محمد اصف صميم، استاد اسدالله غضنفر، سليم بنګښ، استاد نجيب منلي، سيد نظيم سيدي، خپلواك غورځنګ، رفيع الله ستانكزي، اجمل ښكلي، خادم احمد، سرڅېړونكي زلمي هېوادمل، مجيب الرحمن اميري، پوهندوى محمد اسماعيل يون، او حسيب الله شينواري.
همدارنګه  د پخوانيو او اوسنيو شاعرانو ښكلي شعرونو مجله نوره هم ښكلې كړې.
دې مجلې ته خپلې ليكنې، نظرونه او شعرونه  او نور… پر دې پته وليږئ!


samim_tolana@yahoo.com