كورنيو چارو وزارت د ۲۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

عطاالله محمدي | اپریل 6th, 2015


د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۴ ټپيان دي او ۶ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننگرهار، کندوز، سرپل، کندهار، ميدان وردګ، لوګر، فراه او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024