په افغانستان کي یومیلیون او ۳ لکه جریبه مځکه غصب سوي.

عطاالله محمدي | اپریل 8th, 2015


یو میلیون او ۳ لکه جریبه مځکه د ۱۵ زرو کسانو له خوا غصب سوي
د افغانستان د مځکو خپلواکه اداره (اداره ارضي) وايي چې په افغانستان کې يو میليون او درې سوه زره جريبه مځکه د حکومتي چارواکو په ګډون د ۱۵ زره کسانو له خوا غصب سوې ده.
او تیره ورځ يي دهغه کسانو لیست چي دمځکو په غصب کي لاس لري هم ولسمشري ریاست ته سپارلي.
د ولسمشر وياند اجمل عبېد عابدي وويل چې د ملي وحدت حکومت به نه يوازې د مځکو د غاصبانو مخنيوی وکړي؛ بلکه د مځکې د مديريت د ښه والي لپاره به هم بنسټيز او مهم اقدامات کوي.
د افغانستان د مځکو د ادارې د معلوماتو له مخې؛ غصب سوي مځکې ډېرې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات ولايتونو کې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024