کور / تازه خبرونه / پنځه اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

پنځه اولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسود،نرخ او سیداباد ولسوالیو کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې څلور ملکي وکړي ووژل او یو بل ټپي شوی دی .
د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په مرک سیمه کې تېره شپه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله درې ملکي وګړي،چې عمرونه یې شاوخوا ۳۵،۱۵ او د دولس کلونو ترمنځ دي شهیدان شوي دي .
همدا راز د نرخ ولسوالۍ د صدمردې په سیمه کې د ببرک په نوم یو تن چې د خپلې وسلې د ډز له امله لګیدلی وو، په داسې حال کې چې د کابل ایمرجسني روغتون ته لیږدول کیده،خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په ورته وخت کې د عزت الله په نوم د نرخ ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی،تېره ورځ د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې ټپي شوی وو،چې د درملنې په موخه د کابل ایمرجسني روغتون ته لیږدول شوی دی.