کور / تازه خبرونه / د کوچي او هزاره قوم ترمنځ منځ شخړي ته دي پاملرنه وسي

د کوچي او هزاره قوم ترمنځ منځ شخړي ته دي پاملرنه وسي

د میدان وردګو ولایتي شورا غړو د کوچي او هزاره قوم ترمنځ شخړې ته د بېړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه.
د شورا غړو دغه غوښتنه،د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د دغه ولایت په مقام کې په جوړه شوې غونډه کې وکړه.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس احمدجغفري وویل له دولس کلونو راهیسې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ په پسرلني موسم کې شخړې رواني دي .
هغه زیاته کړه،د دغه شخړو له امله لسګونو کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ستر مالي زیانونه هم اوښتې،چې دولت ورته هر مهال زیانونه ورکړي خو لازمه ده،چې ستونزې ته اساسي حل لاره چاره ولټول شي .
د شورا بل غړي مېرویس امیري بیا هر کال د کوچي او هزاره قوم ترمنځ شخړه یوه پروژه وبلله او زیاته یې کړه، د دغه شخړې زیان اولسونو خو ګټې یې یواځې څو کسانو ته رسیږي .
هغه وویل هغه کسان چې د دغه پروژې ګټې ورته رسیږي،نه غواړي چې یادې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي .
د هغه په وینا که دولت په بېړنۍ توګه یادې شخړې ته د مګړۍ پاملرنه ونکړي نو یو ځل بیا د دغه پروژې له امله به لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوړې او ګټې به یې څو کسانو ته ورسیږي .
غونډه کې د میدان وردګو ولایت د کوچیانو امر همایون عزیز وویل اوس مهال ګڼ شمېر کوچیان میدان وردګو ولایت ته رارسیدلي او وېره لري،چې یو ځل بیا شخړه رامنځته نشي.
ده هم په بېړنۍ توګه د یادې شخړې د لمنځه وړلو غوښتنه وکړه.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ولایتي شورا غړو ته ډاډ ورکړ،چې د یادې موضوع په اړه یې له وړاندې مرکز ته رسمي معلومات ورکړي او ترې د تدابیرو نیولو غوښتنه کړې .
ده زیاته کړه،د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې د لمنځه وړلو په موخه جمهور رئیس پلان لري،چې یوه قومي لویه جرګه جوړه کړي او دغه ستونزې ته اساسي د حل لاره چاره ولټوي .
د نوموړی په وینا نوموړی د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې د مخنیوي په موخه مرکز ته رسمي معلومات ورکړي او ګڼ شمېر وړاندیزونه یې هم په دغه برخه کې کړي .
هغه زیاته کړه،خو د مګړۍ د شخړې د مخنیوی په موخه یې په سیمه کې د مرکزي،حصه اول او جلریز ولسوالانو او د کوچیانو مشر ته دنده ورکړې،ترڅو د سیمې له مخورو یوه شورا جوړه کړي او د لویې جرګې تر جوړېدو د شخړې مخنیوی وکړي