کور / تازه خبرونه / دوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي نن کابل ته راځي

دوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي نن کابل ته راځي

د پاکستان د سوداګرۍ وزير په ګډون دوه لوړ پوړي پلاوي په يوه رسمي سفرونو کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر کلید ته په استول سوي خپرپاڼه ويلي چې د سوداګرۍ د وزير انجنير خرم دستګيرخان په مشرۍ يو پلاوى نن په دوه ورځني سفر کابل ته راځي.
هغه زياته کړه چې پلاوى به په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله او يو شمېر نورو چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي. خبرپاټي زیاته کړي چې دغه راز پلاوى به د افغانستان د ولسمشر په مالي چارو کې له سلاکار ډاکتر عمر زاخېلوال، د ماليې له وزير اکليل حکيمي د سوداګرۍ له سرپرست وزير مزمل شينواري او د سوداګرۍ د خونې له مسوولينو سره هم ناسته ولري.
د نوموړي په وينا، د دغو ليدنو کتنو پر مهال به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې وشي.
دغه راز د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د مشر وزير پروېز خټک په مشرۍ يو بل پلاوى هم نن کابل ته په يوه ورځني رسمي سفر راځي.
سرچينې وايي چې دغه پلاوى به د افغان کډوالو پر ستونزو له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.