کور / تازه خبرونه / حامدکرزی: طالبان بايد د ملي يوالي د حکومت سره سوله وکړی

حامدکرزی: طالبان بايد د ملي يوالي د حکومت سره سوله وکړی

پخواني ولس مشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ ، چې د ملي يووالي د حکومت سره د سولي خبري پيل کړي او د هيواد د پرمختګ دپاره نور له جګړې لاس واخلي .
نوموړی دا څرګندوني کندهار ته د خپل سفر پر مهال خبريالانو ته وکړې .
د سولي په اړه د خبرو د پيلېدو په برخه کي پخوانی ولس مشر حامد کرزی پرمختګ ته خوشبين دی او وايي ، چي که په دې برخه کي هڅي رښتيني وي د افغانانو دا ارمان ډير ژر پوره کيدلای سي ، هغه پر وسله والو طالبانو ږغ کوي چي د ملي يووالي د حکومت دې حياتي غوښتني ته مثبت ځواب ووايې .
حامد کرزي دا څرګندوني په کندهار کي د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې ، نوموړي د واک تر پای ته رسيدو وروسته په لمړي ځل کندهار ته راغی او دلته يې د مخورو ، ځوانانو او قومي مشرانو ليدني کتني پيل کړې .
هغه وسله والو طالبانو ته بيا وړونه وويل او ږغ يې پر وکړ چي د جګړې په پای ته رسېدو سره نور د سولې لاره خپله کړي .
حامد کرزي د سولي په برخه کي د ملي يووالي د حکومت وروستۍ هڅي وستايلي او د هيلو يې ډکي وبللې ، ښاغلې کرزي په دې برخه کي د خپل لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ وړاندي کړ .
پخواني ولس مشر وويل ، چي د خپلي رسمي دورې پر مهال يې زيات کوښښونه وکړل چې د پاکستان هيواد د يو شمير ادارو له لوري په افغانستان کې ترهګري هڅي پای ته ورسيږي ، په وينا يې د دې غوښتنو د نه منلو سره دا اور خپله په پاکستان کي هم بل سو .
حامد کرزي سوله د افغانستان حياتي اړتيا وبلل او په را وستلو سره يې سيمي او نړۍ ته د ارامتيا يادونه وکړل . پخواني ولس مشر د کندهار پوهنتون د هغه مقام چې د کيفيت د تضمين په برخه کي يې تر لاسه کړی خوښي وښودل او زياته يې کړل چي دا ډول نښي په دې ولايت کي د تعليمي برخي د پياوړتيا زيری ورکوي .
د پخواني ولس مشر حامد کرزي د راتګ دپاره په کندهار کې کلک امنتي تدابير نيول سوي دي.