کور / تازه خبرونه / حامد کرزی: له زده کړو پرته په هيواد کي پرمختګ ناشونی دی.

حامد کرزی: له زده کړو پرته په هيواد کي پرمختګ ناشونی دی.

مخکنی جمهور ريس حامد کرزی وايي، چي له تعليم او زده کړي پرته د افغانستان پرمختګ ناشوني دی او پدې برخه کې ډير حساب پر علمي او تحصيلي مرکزونو باندي کيږي .
د کندهار په يوه خصوصي سالون کي د دغي ليدني په ترځ کي د هيواد مخکني جمهور ريس وويل چي د خپل ماموريت پر مهال ښه ورته تجربه سول، چي له علم او زده کړي پرته دفتري وسايل او امکانات هيڅکله هم د افغانانو درد نسي دوا کولای .
د کندهار پوهنتون مشرتابه له مخکني جمهور ريس څخه وغوښتل چي له نړيوالي ټولني سره د شناخت او پيژندني څخه په ګټه اخيستنه دي د دې علمي او تحصيلي مرکز افتخاري ملاتړ وکړي .
هغوی د کندهار پوهنتون د پرمختګ لاملونه هم په ګوته کړل .
کرزي د کندهار پوهنتون د افغانستان د ټولو برخو څخه د محصلينو په لرلو سره وستايه او چمتوالي يې وښود چي د ملي وحدت له حکومت څخه به د هيواد د يوه فرد په توګه وغواړي چي د استادانو د سرپنا او ليليه محصلينو د ځای ستونزه ژر حل کړي .
نوموړی ځوانان زده کړو ته وهڅول .
د کندهار پوهنتون محصلينو بيا د دې ولايت له مسئولينو څخه وغوښتل چي د ياد علمي مرکز امنيت ته خپله پاملرنه زياته کړي او د تېرو ستونزو د تکرار مخ نيوي ته بشپړه پاملرنه ولري .
د هيواد مخکني جمهور ريس حامد کرزی تېره ورځ کندهار ته راغلی او د سفرموخه يې هم د خپلي کورنۍ ليدنه بلل سوې خو له ولسي مشرانو ، مدني ټولنو او د پوهنتون له استادانو او محصلينو سره يې ليدني هم تر سره کړي دي.