کور / تازه خبرونه / جرمنى جنرال: كه طالبان ماتوئ ولس خوشحاله كړئ

جرمنى جنرال: كه طالبان ماتوئ ولس خوشحاله كړئ

 
په افغانستان كي د جرمني پوځيانو مشر وايي ناټو د افغان ماموريت دپاره ۶۰۰۰ نورو عسكرو ته اړتيا لري.
جنرال ايګن رامز د المان له بروډكاسټ سنډې سره په مركه كي وويل چي د هغو امريكايي عسكرو ځاى دي د ناټو ځواكونه ونيسي چي سږكال د افغانستان څخه وتلي دي.
ښاغلى رامز وايي موږ د پنځو يا شپږو زرو عسكرو اړتيا احساسوو او چي څونه ژر كېداى سي بايد راولېږل سي.
ده وويل ناټو تر هغه وخته د نورو عسكرو اړتيا احساسوي، چي د افغانستان ملي پوځ روزل كېږي او هغوى په يوازي سر د خپلي خاوري د ساتلو جوګه كېږي.
نوموړي وويل ناټو بايد د افغان پوليسو د روزني كار هم ګړندى كړي، او د طالبانو د ماتي كيلي ولسي خلګ دي، چي ناټو بايد د ولسي مرګ ژوبلي مخنيوي ته كلكه پاملرنه وكړي، د هغه په وينا كه ناټو غواړي طالبان مات كړي بايد لومړى ولس له ځانه راضي كړي.