بيابه ګورم درسره

ر.مومند | جون 22nd, 2008


اې ســـاقــي راړه شــراب چـې مـستـانـه شم
ددنـــيــالــه هــــره غـــمــه بــــېــګـــانــــه شــم


چې فكرونه مې دهسك په لـوري لاړشي
زه سـرې سـترګې خـماري شـم دېـوانـه شـم


پـه خـزان كې يـورنګـيـن پسرلى جــوړكړم
دګــلــونــوپــه مــحــفــل كــې پــراونــه شــم


لـه نـشـې نـه چـشـمان ډك پـه يـوۀ جام كړم
ځان پـاچـاكـړم نـورپـه رئ كـې دچـانـه شـم


بــيـابــه ګـورم درســـره ســـاقـــي  جـــانـــانـه
چــې بــې تــانــه هــم اشــنــابـې لـه تـانه شم


نــورڅــه نــه غــواړمــه ګــلـه ! يـوداغواړم
چــې پـخـپـل وجــودكــې خــپله جانانه شم


لكه شـمس داسـې ډك جـام دشـغلوراكـړه
چــې هــېـڅ پـوى زه پـه بـېګاه اوسبانه شم


 

Copyright Larawbar 2007-2024