کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني په ډیلي کي د افغان سفارت نوې وداني پرانیسته

ولسمشر غني په ډیلي کي د افغان سفارت نوې وداني پرانیسته

د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني پرون ناوخته د هندوستان په پلازمېنه ډیلي کي د افغانستان د سفارت وداني تر بیا رغوني وروسته پرانیسته.

د جمهوري ریاست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي چي د افغان سفارت ودانۍ ته مځکه د افغانستان د پخواني پاچا اعلیحضرت محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۳۵ لمریز کال رانیول سوې وه، د سردار محمد داود خان په حکومت یې کار شروع او په څو کلونو کي بشپړ سو او د ښاغلي حامد کرزي په واکمنۍ کي یې د بیا رغوني چاري شروع سوي وې.

ولسمشر اشرف غني هندوستان ته په درې ورځني سفر تللی دئ، چي نن به د دې هیواد له چارواکو سره مهمي لیدني ولري.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کي د کابینې پر ځینو غړیو سربېره ګڼ شمېر افغان سوداګرو هم برخه اخیستې چي له هندي چارواکو سره به پر سیاسي مسایلو سربېره اقتصادي او سوداګریز مسایل هم وڅېړي.