کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني: زموږ اوبه د ګاونډیانو تر نفتو هم غوره دي

ولسمشر غني: زموږ اوبه د ګاونډیانو تر نفتو هم غوره دي

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني برايي ماښام په ډیلي کي د افغان محصلینو له استازو سره په لیدنه کي وویل چي د افغانستان اوبه د ګاونډیو هیوادونو تر نفتو هم غوره دي او ۲۵ کاله وروسته به یې هیواد د سیمي په یوه طلايي موقعیت بدل سي.

دغه کتنه چي د افغانستان په سفارت کي ترسره سوه، د هندوستان له مختلفو ایالتونو څخه د افغان محصلینو استازي ورته راغلي وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست خبرپاڼه وايي افغان محصلینو ولسمشر ته د پر وخت معاش د نه رسېدلو، د اوږدمهالي ویزې د نه ورکړي او په لوړو زدکړو وزارت کي له اداري فساد او بورسونو په ورکړه کي له نه شفافیت څخه شکایتونه وکړل.

خبرپاڼه وايي چي جمهور رئیس غني د لوړو زدکړو په موسسو کي د فساد سته والی خطرناک وباله، او ژمنه یې وکړه، چي د افغانستان حکومت پر ځوان نسل پانګونه کوي، او یو داسي سیستم به رامنځته کړي چي په بورسونو کي شفافیت مراعت سي.

ولسمشر وویل، موږ غواړو چي د بشري قوې د ودي او ظرفیت جوړوني دپاره منظم پلان جوړ کړو او هغه ټولي تحصیلي برخي به پیاوړي کړو، چي د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو دروي.

جمهور رئیس غني افغان محصلین وهڅول چي د ممتازو زدکوونکو په توګه لوړي زدکړې وکړي او د افغانستان راتلونکې جوړه کړي.

ولسمشر غني د افغانستان موقعیت ته په اشارې سره وویل، ۲۵ کاله وروسته به د افغانستان موقعیت په طلایي موقعیت بدل سي، ځکه چي افغانستان د خپلو ګاونډیانو دپاره د اوبو ښه سرچینه دئ. ولسمشر زیاته کړه چي زموږ اوبه زموږ د ګاونډیانو تر نفتو هم غوره دي، چي باید ښه مدیریت یې وکړو.

د دې کتني په پای کي ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته لارښوونه وکړه، چي د معاش، پاسپورټ او وېزې په برخو کي د افغان محصلینو ستونزي ژر تر ژره حل کړي.