کور / تازه خبرونه / وسله والو د طوري قبيلې يوولس تښتول سوي كسان ووژل

وسله والو د طوري قبيلې يوولس تښتول سوي كسان ووژل

نا معلومو وسله والو څلور ورځي دمخه د پاكستاني پوځ پر يوه كاروان بريد كړى و چي له امله يې د طوري قبيلي پوري اړوند ۱۱ تنه پوځيان تښتولي وه.
د چارواكو په وينا دغه كسان له كرمي ايجنسۍ څخه پاړه چنار ته روان وه، چي د وسله والو له حملې سره مخ سول.
د طوري قبيلې مشر علي اكبر طوري وايي كه څه هم په دې باب له تښتوونكو سره د سولي خبري رواني وې، خو دوى بيا هم دغه كسان ووژل.
دى وايي طوري قبيله مجبوره ده چي د تښتوونكي ډلي څخه خپل انتقام واخلي.
د راپورونو له مخي وژل سوي كسان اول ډېر سخت وهل سوي او وروسته يې په ګوليو ويشتلي دي.
خو پوليټيكل ايجنټ عطاالرحمان د اتو تنو د وژل كېدو خبر تائيدوي.