کور / تازه خبرونه / د اسرائيلي عسكر په بدل كي زر فلسطينيان خوشي كېږي

د اسرائيلي عسكر په بدل كي زر فلسطينيان خوشي كېږي


د اسرائيلو يوې محكمې پرېكړه كړې چي د خپل يوه بندي پوځي په بدل كي زر تنه فلسطيني قيديان خوشي كړي.
ګيلاډ شيلټ چي په ۲۰۰۶ كال په غزه كي د حماس د اسلامي غورځنګ د وسله والو له خوا وتښتول سو، اوس يې د اسرائيلو يوې محكمې په بدل كي د زرو فلسطيني بنديانو د خوشي كېدو حكم صادر كړى دئ
د محكمې قاضي وايي دغه پرېكړه يې د نوموړي پوځي د كورنۍ د پرله پسې غوښتنو پر اساس كړې ده، خو د اسرائيلو د دفاع وزارت بيا وايي د محكمې دا ډول فيصلې د اسرائيلو په دفاعي چارو كي بېځايه لاسوهنه ده.