په هند كي سېلابونو دوه ميليونه انسانان زيانمن كړل
نوى ډيلى
د هند چارواكي وايي د بنګال ايالت په ځينو سيمو كي د پرله پسې باران او سېلابو له كبله دوه ميليونه انسانان زيانمن سوي دي.
د چارواكو په وينا په بنګال ايالت كي له څلورو ورځو راهيسي پرله پسې باران اوري چي له امله يې ډېر كلي او فصلونه وران سوي او د خلګو تر منځ د ژوند كولو نظام ګډوډ سوى دئ.
د سيمي د اوسېدونكو اړيكي له نورو ولايتونو سره پرې دي، او په سيمه كي يو بشري ناورين رامنځته سوى دئ.
خبرونه وايي له دې هرڅه ګډوډيو سره سره تر اوسه د بشري حقونو هيڅ يوې نړيوالي ادارې د مرستي كومه ډله سيمي ته نه ده لېږلې.