کور / تازه خبرونه / د شهید پاینده محمد په نوم د یوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

د شهید پاینده محمد په نوم د یوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د زرولنګ په سیمه کې د شهید پاینده محمد منځني ښوونځي لپاره د سویډن کمیټې په نږدې څلور میلیونو افغانیو مالي لګښت ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې د جوړېدو چارې شاوخوا اته میاشتې وړاندي په پنځه جریبه ځمکه کې پیل شوې وې، د اته تدریسي او اداري خونو د لرلو سربیره،دوه دهلیزه،۶ تشنابونه،د پاکو اوبو څاه او نور ضروري ملحقات لري .
په یاد منځني ښوونځي کې چې نږدې ۵ سوه زده کوونکي په کې زدکړې کوي، د سویډن کمیټې له لورې یې ټولګیو ته مېرونه او چوکۍ هم اخیستل شوي دي .
د دغه ودانۍ د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري د ودانۍ جوړېدو له امله ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دغه ولایت د سرپرست والي شاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي پيغام ولوست.
په دغه پيغام کې د ښوونځي د زده کوونکو،ادارې او د سیمې له اوسیدونکو غوښتنه شوې وه،چې د ښوونځي د ودانۍ په ساتلو کې د پوهنې په پرمختګ له مسؤلینو سره همکاري وکړي .
د سیمې اوسیدونکی او قومي مشر حاجي ظریف د دغه ودانۍ دګټې اخیستنې پر مهال له ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې د دغه ښوونخي لپاره یې د ودانۍ په جوړلو کې هلي ځلي کړي وي .
ده زیاته کړه،تر دې وړاندې یې اولادونو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې،چې له دې وروسته به د نورو زده کوونکو په څېر د ښوونځیو په ټولګیو کې خپلې زدکړې ترسره کړي .