کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۱۱ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپيان دي او دوه تنه ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د کونړ، کندهار، زابل، اروزګان، لوګر، غزني، پکتيا او هرات ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.