کور / تازه خبرونه / انصار: امریکا له افغانستان سره د امنیتي سند ٢٥مه ماده نقض کړې

انصار: امریکا له افغانستان سره د امنیتي سند ٢٥مه ماده نقض کړې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره له امریکا سره د امنیتي سند د ځینو مادو نقض او کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفرونو اغیزو ته ځانګړې کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې امریکا افغانستان ته په کوم نظر ګوري؟

په سرمقاله کې راغلي چې امریکا د افغانستان پر ځای پاکستان ته هغه وسلې او هليکوپټرې ورکړي چې په افغانستان کې یې کارولي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې افغان چارواکي باید له امریکایي چارواکو پوښتنه وکړي چې ولې یې وسلې او نور تجهیزات پاکستان ته ورکړي دي.

انصار:

انصار ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې امریکا له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي سند پنځه ویشتمه ماده نقض کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې تېره اونۍ امریکا پاکستان ته درې اویا جټ الوتکې او هليکپټرې او دغه راز ۳۷۴ زرهي موټر ورکړي دي.

د مطلب لیکوال د ځینو افغان چارواکو په حواله لیکلي چې د امریکا دا کار د امنیتي سند د پنځه ویشتمې مادې نقض دی.

لیکوال ویلي، دا مهال افغان ځواکونه تجهیزاتو ته ډېره اړتیا لري او امریکا باید د پاکستان پر ځای افغان ځواکونو ته دغه تجهیزات ورکړي وای.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا افغانستان ته د پاکستاني چارواکو د سفرونو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د پاکستان د استخباراتو مشر تېره اونۍ له ولسمشر غني سره لیدلي؛ خو د دې خبرو جزیات پټ ساتل شوي دي.

په مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح په حواله لیکل شوي چې د پاکستان د استخباراتو د مشر دا سفر د پاکستان د غولوونکي سیاست دوام دی.

په مطلب کې د یوه افغان چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودل شوی؛ راغلي چې په دې لیدنه کې رضوان اختر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

حق:

حق اونیزې بیا همدې موضوع ته په اشارې لیکلي چې د سولې نا څرګند برخه لیک او کابل ته د پاکستاني پلاوو بې ګټې سفرونه.

په دې مطلب کې راغلي چې کابل ته د پاکستان د پخواني ولسمشر او صدر اعظم سفر او دغه راز په پټه د هغه هیواد د استخباراتو د مشر راتګ د دې څرګندوي کوي چې کابل او اسلام آباد یوه پټه لوبه پيل کړې او اړخونه به یې وروسته څرګند شي.